د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولټاکنو غیر حتمي نتیجې: خپلواکو نوماندانو د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ ګټلې دي


خبریالان په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن د دفتر مخې ته نتیجې اعلانوي - د فبرورۍ نهمې انځور.
خبریالان په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن د دفتر مخې ته نتیجې اعلانوي - د فبرورۍ نهمې انځور.

په پاکستان کې د قامي او څلورواړه صوبايي اسمبلیو د څوکیو ډکولو لپاره د عامو انتخاباتو تر ترسره کېدو وروسته د نارسمي اوغیر حتمي نتیجو د خپرېدو سلسله روانه ده چې له مخې یې خپلواکو نوماندانو د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وو. د ووټ اچونې عمل له سر ته رسېدو سره سم د رایو شمېر پیل شو چې له مخې یې د غیر حتمي نتیجو خپرېدل دوام لري.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو پر ورځ د موبایل ټېلېفون د شبکو او انټرنېټ تړلو پرېکړې دفاع کړې ده او پوځ ویلي دي چې د فبرورۍ پر اتمه په هېواد کې تر ۵۰ زیات بریدونه وشول چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترسره شول.

اخوا د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف دعوه کړې چې ګوند یې په انتخاباتو کې مخکښ دی. خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د رایو شمېرلو او پایلو اعلانولو پر بهیر انتقاد کړی دی.

په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ ۲۶۶ عمومي څوکۍ دي چې ورڅخه یې پر ۲۶۵ انتخابات وشول او پر یوې څوکۍ ټاکنې وځنډول شوې.

له دې پرته، د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له ۱۱۵ څخه د ۱۱۳ څوکیو ډکولو لپاره د رایې اچونې بهیر ترسره شو. داراز، د پنجاب له ۲۹۷ څخه پر ۲۹۶، د سیند ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ پر۵۱ څوکیو ټاکنې وشوې.

د قامي اسمبلۍ لومړنۍ پایلې

د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۲۱ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۹۱، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۶۲، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۰، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۱، استحکام پاکستان ګوند، جمعیت علمای اسلام (ف)، او پاکستان مسلم لیګ (ق) دوه، دوه او پښتونخوا نیشنل ملي عوامي ګوند یوه څوکۍ ګټلې ده.

په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول. له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول ځکه چې کمېشن ورته ته د ګوندي انتخاباتو په سمه توګه نه کېدو له وجې د کرکټ د بیټ (بلې) له نخښې ورکولو انکار وکړ. له دې وجې د پي ټي ای نوماندانو په خپلواکه توګه په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د پاکستان رسنۍ وايي چې هغه کسان چې د خپلواکه نوماندانو په توګه یې انتخابات ګټلي دي، زیاتره یې د پي ټي ای غړي یا ملاتړ لرونکي دي.

انتخاباتي کمېشن وايي چې د قامي اسمبلۍ د ۴۴ پاتې څوکیو پایلې جمع کوي او چې بشپړې شي نو اعلان به یې کړي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ لومړنۍ پایلې

انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۱۰۵ څوکیو غیر حتمي نتیجې اعلان کړې دي چې له مخې یې ۸۵ خپلواکه نوماندانو، اووه جمعیت علمای اسلام (ف)، پینځه پاکستان مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او جماعت اسلامي درې، درې او عوامي نیشنل ګوند او پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

کمېشن لا د اتو څوکیو غیر حتمي پایلې نه دي اعلان کړې او د دوو څوکیو انتخابات یې ځنډولي دي.

د بلوچستان لومړنۍ پایلې

انتخاباتي کمېشن د بلوچستان د ۳۵ څوکیو غیر حتمي نتیجې اعلان کړې دي او د ۱۶ صوبايي حلقو پایلې لا پاتې دي.

له اوسنیو لومړنیو پایلو سره سم، مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند اته، اته، جمعیت علمای اسلام (ف) شپږ، خپلواکو نوماندانو او بلوچستان عوامي ګوند څلور، څلور، عوامي نیشنل ګوند دوه، جماعت اسلامي، نیشنل پارټۍ او بلوچستان نیشنل پارټۍ (عوامي) یوه، یوه څوکۍ ګټلې ده.

د سیند اسمبلۍ غیر حتمي پایلې

د پاکستان انتخاباتي کمېشن تر اوسه د سیند اسمبلۍ د ۱۲۲ صوبايي حلقو غیر حتمي پایلې اعلان کړې دي او د اتو پاتې دي.

له دې پایلو سره سم، پیپلز ګوند ۸۳، اېم کیو اېم پي ۲۱، ازادو امېدوارانو ۱۴، او ګرینډ ډېموکریټېک الاینس (جي ډي اې یا لوی جمهوري اتحاد) او جماعت اسلامي دوه، دوه څوکۍ ګټلې دي.

د پنجاب اسمبلۍ ابتدايي پایلې

کمېشن پر خپله ووبپاڼه د پنجاب اسمبلۍ له ۲۹۶ څخه د ۲۷۶ صوبايي حلقو غیر حتمي نتیجې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکو نوماندانو او مسلم لیګ (ن) ۱۲۳، ۱۲۳ څوکۍ، پیپلز ګوند، ۱۰، پاکستان مسلم لیګ (ق) پینځه او پاتې یې نورو کمو پېژندل شویو ګوندونو ګټلې دي.

د ګوندونو دریځونه

د مسلم لیګ (ن) مشر میا نواز شریف د فبرورۍ پر نهمه په لاهور کې خپلو پلویانو ته په وینا کې دعوه وکړه چې ګوند یې په انتخاباتو کې د "هېواد پر کچ د تر ټولو لوی ګوند" په توګه برسېره شوی دی.

نوموړي دا دعوه په داسې حال کې کړې چې کمېشن لا هم رسمي او وروستۍ نتیجې نه دي اعلان کړې.

نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د فبرورۍ پر اتمه له خبریالانو سره خبرې کوي.
نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د فبرورۍ پر اتمه له خبریالانو سره خبرې کوي.

شریف وویل چې له ټولو ګوندونو او "ان خپلواکو بریالیو نوماندانو" غوښتنه کوي چې یو ځای دې شي او سره ګډ دې "ژوبل پاکستان بیا ودان" کړي.

د مسلم لیګ (ن) مشر زیاته کړه چې له ټولو ګوندونو غواړي چې ورسره دې کښېني چې حکومت جوړ کړي.

په همدې حال کې په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خبري غونډې ته په وینا کې د انتخاباتي بهیر په اړه نهیلي وښوده او و یې ویل چې کوم حق چې یې ولس د ګوند نوماندانو ته ورکړی دی، هغه باید ومنل شي.

ده وویل چې د تحریک انصاف پلویانو د هغه ګوند ملاتړ لرونکو نوماندانو ته رایې ورکړې، چې باید یې درناوی وشي.

په پاکستان کې دوه کسان خبریال ته د فبرورۍ نهمې د ورځپاڼو لومړۍ پاڼې ښيي.
په پاکستان کې دوه کسان خبریال ته د فبرورۍ نهمې د ورځپاڼو لومړۍ پاڼې ښيي.

اڅکزي د بلوچستان د دوو پښتون مېشتو حلقو یادونه وکړه او و یې ویل چې هلته یې نوماندانو بری ترلاسه کاوه، خو په نتیجو کې یې ووټونه کم ښوول کېږي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د بلوچستان په پښتون مېشته ضلع پښین کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د انتخاباتي نتیجو ځنډولو پرضد د ضلعي انتظامیې دفتر مخې ته احتجاج وکړ.

د فبرورۍ پر نهمه د احتجاج ګډونوالو ادعا کړې چې ګوند یې د سیمې د قامي اسمبلۍ د ۴۸مې حلقې څوکۍ او د صوبایي اسمبلۍ د ۴۹مې حلقې څوکۍ انتخابات ګټلي دي خو نتیجې یې "قصداً ځنډول" کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال عمران خان ترین مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ اتمې تر انتخاباتو وروسته ورته انتخاباتي چارواکو د پایلو فارم (۴۵م فارم) ورکړ چې پکې ښکاري چې نوماندانو یې ټاکنې ګټلې دي.

ترین تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې د "درغلۍ" په موخه د هغې حلقې غیرحتمي او نارسمي نتیجې نه اعلانېږي.

د پښین ضلعي انتظامیې او د انتخاباتو کمېشن لا د احتجاجیانو د دعوو په اړه څه نه دي ویلي خو کمېشن تر دې مخکې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې انتخاباتي بهیر په شفاف، بې طرفه او منصفانه ډول ترسره کوي.

د غیر حتمي پایلو اعلانېدو کې ځنډ او د انتخاباتي کمېشن دریځ

په پاکستان کې چې د ووټونو شمېر پیل شو نو دا امکان وو چې زیاتره غیر حتمي نتیجې د فبرورۍ پر نهمه تر نیمې شپې پورې اعلان شي خو دا بهیر وځنډېد.

انتخاباتي کمېشن وروسته وویل چې د ځنډ لامل د انټرنېټي خدماتو ټکني کېدل دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې ویاند محمد سهېل د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د نتیجو اعلانونو بهیر ګړندي کولو هڅه کوي.

دی وايي، د نتیجو ترلاسه کول او بیا د ټولو فارمونو او کاغذونو لیدل وخت غواړي.

سهېل یو ځل بیا ټینګار وکړ چې انتخاباتي بهیر شفاف وو او انتخابات پر امنه ول.

تر نوموړي مخکې د کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ویلي ول چې د فبرورۍ پر اتمه په هېواد کې پارلېماني انتخابات "۱۰۰ فیصده شفاف او په سوله ییزه" توګه ترسره شول.

دولتي ټېلېوېژن د نوموړي له خولې ویلي دي چې هېچا هېڅ وګړی له رایې ورکولو نه دی ګرځولی.

ټېلېوېژن وايي چې دا څرګندونې نوموړي د کمېشن په ودانۍ کې وکړې او وايي چې هر ځای د انټرنېټ ستونزه وي، هلته به انتخاباتي چارواکی خپله د انتخاباتو ضلعي چارواکي دفتر ته ځي او هلته به د نتیجو فارم (۴۵م نمبر فارم) داخلوي.

راجا زیاته کړې ده چې د انتخاباتي نتیجو په نظام کې ټولې نتیجې دایرېږي.

د انتخاباتي کمېشن په وینا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ د عمومي څوکیو لپاره د ۵،۱۲۱ نوماندانو ترمینځ سیالي وشوه چې له هغو څخه یې ۳۱۲ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

داراز، د څلورو صوبايي اسمبلیو د ۵۹۰ څوکیو ډکولو لپاره د ۱۲،۶۹۵ امېدوارانو ترمینځ سیالي وشوه چې ورڅخه یې ۵۷۰ ښځې، دوه نرښځیان او پاتې سړي دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په وینا، د هغه هېواد ۱۲۸.۵ مېلیونه وګړو خپل ووټ کارولای شو چې د هغه هېواد د نفوس ۵۳.۲ فيصده جوړوي.

د کمېشن له ارقامو سره سم، په ټولو ووټرانو کې څه کم ۵۴ فيصده سړي او څه باندې ۴۶ فيصده ښځې وې.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ده.

انتخاباتي بهیر څنګه وو؟

د کمېشن مشر په سوله ییز ډول د انتخاباتو ترسره کېدو دعوه وکړه خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو سیمو کې د ناامنۍ پېښې وشوې.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ اتمې پر ماخوستن په بیان کې وویل چې د انتخاباتو پر ورځ په هېواد کې "۵۱ ترهګر بریدونه" وشول. د پوځ په وینا، زیاتره حملې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وشوې چې پکې ۱۰ امنیتي سرتېري او دوه ولسي وګړي ووژل شول.

د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول.

پوځ په بیان کې په عملیاتو کې د پینځو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه هم کړې ده.

د انتخاباتو پر ورځ د شمالي وزیرستان د میرامشا په تپي سیمه کې ځینو ګوندونو تور پورې کړ چې وسلوالو په پولېنګ سټېشنونو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) له ووټرانو پرته نور هېڅوک رایې کارونې ته نه پرېښوول.

جمعیت علمای اسلام (ف) لا د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روښانزېب دا دعوه ناسمه وبلله او مشال راډیو ته یې وویل چې ټول پولېنګ سټېشنونه د پولیسو تر ولکې لاندې ول، امنیت یې سم وو او د رایې اچونې بهیر پکې عادي روان وو.

په پېښور، مردان، کوټه، کراچۍ، لاهور، اسلام اباد او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ښارونو کې د مشال راډیو خبریالان وايي، په زیاتره سیمو کې انتخاباتي بهیر عادي او ارام وو.

د پېښور په ګډون د پاکستان په زیاتره لویو ښارونو کې د ګرځنده ټېلېفون انټرنېټي خدمات ځنډول شوي ول چې د ګوندونو تر څنګ یې د بشري حقونو د کمېشن غبرګونونه وپارول.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي ول چې دا ګام يې هلته د ناامنۍ د پېښو د مخنيوي لپاره ورته کړی وو. وزارت د فبرورۍ پر اتمه ناوخته په يو بيان کې ادعا وکړه چې د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې يې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ بحال کړي دي او په نورو ښارونو کې به يې هم بحال کړي، خو په خپلواکه توګه د دې ادعا پخلی نه دی شوی.

په کوټه او کراچۍ کې د مشال راډیو خبریالان وايي، د فبرورۍ اوومې پر بریدونو سربېره خلک د رایې اچونې مرکزونو ته ځي.

د پاکستان حکومت د فبرورۍ پر اتمه په ټول ملک کې عامه رخصتي (چوټي) اعلان کړې وه.

د ناامنۍ پېښې او امنیتي اقدامات

ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې په وروستیو کې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو، کې ناامني زیاته شوې ده.

تر ټاکنو یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.

د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په پښین او کلا سیف الله کې د حملو ذمه واري ومنله خو د کراچۍ د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

خو د پاکستان وفاقي او صوبايي حکومتونو ویلي ول چې د انتخاباتو د امنیت لپاره یې انتظامات کړي ول.

د پاکستان لنډمهالي حکومت ویلي ول چې د رایې اچونې مرکزونو او انتخاباتي بهیر د امنیت لپاره یې شاوخوا شپږ نیم لکه پولیس او د پوځ په ګډون د نورو ځواکونو سرتېري ځای پر ځای کړي ول.

حکومت ویلي ول چې د رایو اچولو په هر مرکز کې څلور پوليس سرتېري ځای پر ځای کېږي خو په حساسو سيمو کې به یې شمېر زيات وي.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر اوومه د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولو لارو تړلو اعلان وکړ او و یې ویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.

XS
SM
MD
LG