نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د سیند صوبې حکومت هر کال د سرکاري کالجونو د نجونو تر منځ سیالۍ جوړوي. دا کال هم پکې د ۷۲ کالجونو زده کوونکي ګډون کوي. د بېلابېلو سیالیوو تر څنګ په کراچۍ کې د دې سیاليوو په وخت د بېلابېلو صوبو سندرې هم وويل شوې او نڅاوې هم د دې مېلې برخه وې. نیاز علي په دې اړه ويډيو راپور جوړ کړی.
د کراچۍ په کلفټن کې د سمندرګي پر غاړه د میراتان ځغاستې سیالي شوې ده چې پکې تر ۱،۲۰۰ پورې سړیو، ښځو او ماشومانو برخه واخیسته. د سيند صوبې نګران حکومت او د سیالۍ تابیا کوونکي وایي، چې د سیالیو منظوري یې د ځغاستې له نړیوال فیډرېشنه اخیستې وه. ویډیویي راپور.
د کراچۍ په صدر سيمه کې د ځینو چاپخانو مالکانو د جنورۍ پر ۲۵مه د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د سيمې پوليس او ضلعې انتطاميې چارواکو ورته په کلکه ويلي دي چې د تحریک انصاف د بیرغ او د هغه ګوند د مشر عمران خان انځور لرونکي پوسټرې او اشتهارونه دي نه چاپوي.
د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته د جنورۍ ۲۱مې مظاهره د کیڼ لاسې جمهوري جبهې (لېفټ ډېموکریټېک فرنټ) او د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ مشرانو او غړو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د بلوڅانو د روان پرلت د ملاتړ لپاره جوړه کړې وه.
د سي ټي ډي د کراچۍ مشر خرم وارث مشال راډیو ته وویل چې نوموړی په ایران کې روزل شوی وو. "سید محمد مهدي پاکستانی وګړی دی خو تربیت یې له ګاونډي هېواده ترلاسه کړی دی، د زینبیون برېګېډ غړی دی، په کراچۍ کې پر مفتي تقي عثماني د حملې په ګډون په ډېرو بریدونو کې ککړ دی."
پاکستان تحریک انصاف په داسې حال کې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره کیمپېن پیل کړی دی چې سپریم کورټ د انتخاباتي کمېشن د اقدام په حق کې فیصله ورکړه او هغه ګوند ته یې د کرکټ بیټ (بلې) انتخابي نخښې کارولو اجازه ور نه کړه. د ګوند سیاستوالانو د جنورۍ پر ۱۴مه په کراچۍ کې کیمپېن پیل کړ. ویډیويي رپورټ.
د جنورۍ په ۱۲مه په کراچۍ، پېښور او د بلوچستان په ځینو سیمو کې سلګونو کسانو د مظاهرو پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ورکو بلوڅو او پښتنو د موندلو لپاره دې په سملاسي ډول لاس په کار شي. دوی له حکومته دا غوښتنه هم کوله چې که په جبري ورک کړل شویو کسانو کې څوک ګنا
د ټولنې یو بل مشر غلام یاسین خان مشال راډیو ته وویل چې حکومتي ځواکونه دې د هغو غلو پرضد پراخ عملیات وکړي ځکه چې دا ډول پېښې په بیا بیا کېږي چې ټرانسپورټران یې زښت اندېښمن کړي دي.
د پاکستان د هندوانو شورا (پاکستان هندو کونسل) د جنورۍ پر اوومه په کراچۍ کې د ۱۲۲ هندوانو اجتماعي ودونه کړي دي. هغه ناحکومتي سازمان هر کال د بې وزله هندوانو ډله ییز واده کوي او ورته د کور سامان او پیسې هم ورکوي. د شورا مشر وايي، د ګرانۍ له وجې هر کال د بې وزله هندوانو شمېر زیاتېږي. ویډیويي رپورټ.
د پشتین وکیلانو د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت په څلورم کېس کې هم د پشتین ضمانت منظور کړ خو له اډیاله جېله تر خوشې کېدو وروسته په نوي تور جهلم جیل ته یوړل شو.
په کراچۍ کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ بې وزله بنګالیانو ته وړیا او یا هم په خورا کمو پیسو تعلیم ورکوي. هغه وايي، درې کاله مخکې یې د خپل کور پر بام ماشومانو ته سبق ښوول پیل کړل او اوس شاوخوا ۵۰ شاګردان لري. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جنورۍ پر څلورمه په کراچۍ کې د ګوند د سیند څانګې مشر محمد شېر مسید د احتجاج پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې پر داوړ دې په برید کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.
په کراچۍ کې د خبريالانو په مرکز کې د نرښځیانو ټولنې مشرانو د جنورۍ پر دويمه په خبري غونډه کې وویل چې د عدالت د فیصلې په رڼا کې د نرښځيانو د خوندیتوب په اړه د ۲۰۱۸ز کال قانون بېرته اخیستل شوی دی چې له امله یې دوی انتخاباتو ته نه شي درېدای او د ووټ اچولو اجازه هم نه لري.
په کراچۍ کې پر د طالبانو جنرال قونصل عبدالجبار مشال راډیو ته وویل تېر کال ۴۹۵۳ افغانان د پاکستان حکومت افغانستان ته واستول او ۸۰۰ افغانان لا هم د کراچۍ په زندانونو کې دي.
په کراچۍ کې اوسېدونکي بنګالیان وايي له څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هلته ژوند کوي خو لا هم د پاکستان شهریت یا تابعیت نه لري. دوی وايي، په دې هیله هلته ورغلي ول چې شناختي کارډ به ترلاسه کړي، خو لا هم ورڅخه بې برخې دي او خپل او د بچیو برخلیک ته اندېښمن دي. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ صدر د ارټېلري ميدان تاڼې د پولیسو مشر امین کوسو د ډېسېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې هغو کسانو د احتجاج پر مهال د ریاستي ادارو ضد ویناګانې کړې وې او هڅه یې کوله چې خلک د ریاست ضد پاروي.
په کراچۍ کې د طالبانو د واک لاندې د قونسلګرۍ مشر سید عبدالجبار د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې یوه ورځ مخکې ۱۱۴ افغانان د کراچۍ له مرکزي او ملیر زندانونو څخه خوشې شول او د چمن له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي.
د ژغورنې ادارې او حکومتي چارواکو په وینا، اور د ډېسېمبر پر شپږمه مازیګر پینځه بجې ولګېد چې درې ساعته وروسته یې وواژه او د پېښې د لامل معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي.
نور وښیئ