د لاسرسي ځای

تازه خبر

تازه رپورټ وايي‌ چې په پاکستان کې غربت لا زیات شوی دی


رپوټ لیکي چې په پاکستان کې په مجموعي توګه ۲۶.۵ فیصده خلک د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه لري
رپوټ لیکي چې په پاکستان کې په مجموعي توګه ۲۶.۵ فیصده خلک د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه لري

د پاکستان انسټیټیوټ آف ډویلپمنټ اکنامکس د مې پر ۲۴مه په خپاره کړې رپورټ کې ویلي چې په دې ملک کې په تېرو پنځو کلونو کې د غربت يا بېوزلۍ کچه له ۳۸.۶ څخه ۳۹.۵ ته لوړه شوې ده.

په دې رپورټ کې راغلي دي چې د ښاري سیمو پرتله په کلیوالو سیمو کې دغربت کچه لوړه ثبت شوې ده. د دوی په وینا، په کلیوالو سیمو کې د بېوزلۍ کچه ۵۱ فيصده او په ښاري سیمو کې ۱۷ فیصده ده.

رپوټ لیکي چې په پاکستان کې په مجموعي توګه ۲۶.۵ فیصده خلک د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه لري. ۴۹.۴ فیصده خلک د زده کړو لپاره هيڅ اسانتیاوو ته لاس رسی نلري او ۲۴.۱ فیصد خلک له بنيادي اسانتیاوو بې برخې دي.

په یاد رپورټ کې ویل شوي‌ چې په پاکستان کې تر ټولو زیات غربت په بلوچستان کې دی چې ۷۰ فیصده وګړي یې د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه لری.

د بلوچستان لسبېلې پوهنتون د اقتصاد څانګې پخوانی مشر پروفيسر ډاکټر خالد خان يوسفزي د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل، په بلوچستان کې ۷۰ فيصد خلک په کليو کې ژوند کوي او هغوي د ژوند له بنيادي استناوو محرومه دي.

د ډاکټرخالد خان يوسفزی په وينا په بلوچستان کې د تعليم او روغتيا حالت له نور صوبو ډير خراب دي.

په کراچۍ کې اقتصاد پوه او خبريال وکيل الرحمان وايي، د پاکستان ابادي زياتيږي، ګرانۍ زياته شوې ، خلک بې روزګاره شوي ،او ملک له سختواقتصادي مشکلاتو سره مخ دی.

وکيل الرحمان وویل چې په هيواد کې نوي صنعتونه نه پرانستل کيږي، د ګرانۍ کچه په تيرو پنځو کالو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي ده او بې روزګاري هم زياته شوې ده نو ځکه غربت هم زياتيږي.

په ياد رپورټ کې ویل شوي‌ چې په خیبر پښتونخوا کې ۴۸ فیصده خلک د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي. دا کچه په سیند کې ۴۵ فیصده او په پنجاب کې ۳۰ فیصده ده.

په پېښور کې اقتصاد پوه پروفسير ډاکټر منظور علي مشال راډيو ته وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د غربت زياتيدو تر ټولو لويه وجه بدامني ده او د حکومت په کچه سياسي عدام استحکام دی.

د ۲۰۲۳م کال په ډېسېمبر میاشت کې نړیوال بينک په خپل رپورټ کې ویلي وو چې په پاکستان کې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې غربت پرله پسې مخ پر زیاتېدو دی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پایداره پرمختیا اهدافو په ترلاسه کولو کې هم پر ۱۲۸م نمبر دی.

XS
SM
MD
LG