نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د تحریک انصاف، جماعت اسلامي او لوی جمهوري اتحاد (ګرینډ ډېموکریټېک الاینس یا جي ډي اې) غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره کړې ده. انتخاباتي کمېشن په ټاکنو کې د درغلۍ تور ردوي او وايي ټول بهیر بشپړ شفاف وو. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۷مه د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړې او له انتخاباتي کمېشنه یې وغوښتل چې د ۴۵م نمبر فورمې پر اساس دې د فبرورۍ اتمې ټولټاکنو نتیجې اعلان کړي. انتخاباتي کمېشن وايي چې ټول بهیر پوره شفاف او عادلانه وو. د مظاهرو په اړه ویډیويي رپورټ.
دا په داسې حال کې ده چې د هغه ګوند یو مخکښ بیرسټر محمد علي سیف د فبرورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې په وفاق او پنجاب صوبه کې پر حکومت مخالفه څوکیو د کېناستلو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی
پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د ټګۍ تور په پورې کولو او د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه کړي دي. د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۰مه په کراچۍ او پېښور کې د مظاهرو پر مهال د رایو په شمېر او په نتیجو کې د رد و بدل تورونه پورې کړل. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ کې د پاکستان انصاف غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې انتخاباتو د غیر حتمي پایلو په اعلان کې د ځنډ پرضد د انتخاباتي کمېشن صوبايي دفتر مخې ته مظاهره کړې ده. کمېشن لا د تحریک انصاف د مظاهرې په اړه څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د رايې کارونې بهير د مازيګر پر پينځه بجې پای ته رسېدلی دی او د ووټونو شمېرلو عمل پيل شوی دی. په هغه هېواد کې د رايې کارونې بهير سهار اته بجې پيل شوی وو. په کراچۍ کې د ووټونو د شمېر په اړه ويډيويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فبرورۍ پر اتمه خلک د رايې ورکونې مرکزونو کې خپلې رايې کاروي. په هغه ښار کې د قامي اسمبلۍ پر ۲۲ او صوبايي اسمبلۍ پر ۴۷ څوکيو نوماندان ولاړ دي.
په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د پاکستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د امنیت په اړه بحث شوی وو او چارواکو ویلي ول چې انتخابات نه غځوي او د فبرورۍ پر اتمه یې پر ټاکلې نېټه کوي.
احمد شاه د فبرورۍ پر شپږمه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د کراچۍ په ګډون په ځینو سیمو کې یې د ناامنۍ د پېښو امکان په اړه معلومات ترلاسه کړي دي او د مخنیوي لپاره یې ګامونه هم پورته کړي دي.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په کراچۍ کې هم د قامي او صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره کیمپېن روان دی او نوماندان له خلکو د رایې غوښتو لپاره ورسره غونډې کوي. په هغه ښار کې به ولس د فبرورۍ پر اتمه د قامي اسمبلۍ د ۲۲ او د صوبايي اسمبلۍ د ۴۷ څوکيو لپاره د خپلې خوښې نوماندانو ته رايه ورکوي.
د فبرورۍ څلورمه د متحده قامي موومېنټ پاکستان مرستیال مشر مصطفی کمال او د عوامي نیشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد په مردان هاوس کې تر مذاکراتو وروسته خبرې کنفرانس ته وويل چې دوی به پر ځینو حلقو د يو بل حمایت کوي.
د سیند صوبې حکومت هر کال د سرکاري کالجونو د نجونو تر منځ سیالۍ جوړوي. دا کال هم پکې د ۷۲ کالجونو زده کوونکي ګډون کوي. د بېلابېلو سیالیوو تر څنګ په کراچۍ کې د دې سیاليوو په وخت د بېلابېلو صوبو سندرې هم وويل شوې او نڅاوې هم د دې مېلې برخه وې. نیاز علي په دې اړه ويډيو راپور جوړ کړی.
د کراچۍ په کلفټن کې د سمندرګي پر غاړه د میراتان ځغاستې سیالي شوې ده چې پکې تر ۱،۲۰۰ پورې سړیو، ښځو او ماشومانو برخه واخیسته. د سيند صوبې نګران حکومت او د سیالۍ تابیا کوونکي وایي، چې د سیالیو منظوري یې د ځغاستې له نړیوال فیډرېشنه اخیستې وه. ویډیویي راپور.
د کراچۍ په صدر سيمه کې د ځینو چاپخانو مالکانو د جنورۍ پر ۲۵مه د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د سيمې پوليس او ضلعې انتطاميې چارواکو ورته په کلکه ويلي دي چې د تحریک انصاف د بیرغ او د هغه ګوند د مشر عمران خان انځور لرونکي پوسټرې او اشتهارونه دي نه چاپوي.
د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته د جنورۍ ۲۱مې مظاهره د کیڼ لاسې جمهوري جبهې (لېفټ ډېموکریټېک فرنټ) او د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ مشرانو او غړو له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې د بلوڅانو د روان پرلت د ملاتړ لپاره جوړه کړې وه.
د سي ټي ډي د کراچۍ مشر خرم وارث مشال راډیو ته وویل چې نوموړی په ایران کې روزل شوی وو. "سید محمد مهدي پاکستانی وګړی دی خو تربیت یې له ګاونډي هېواده ترلاسه کړی دی، د زینبیون برېګېډ غړی دی، په کراچۍ کې پر مفتي تقي عثماني د حملې په ګډون په ډېرو بریدونو کې ککړ دی."
پاکستان تحریک انصاف په داسې حال کې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو لپاره کیمپېن پیل کړی دی چې سپریم کورټ د انتخاباتي کمېشن د اقدام په حق کې فیصله ورکړه او هغه ګوند ته یې د کرکټ بیټ (بلې) انتخابي نخښې کارولو اجازه ور نه کړه. د ګوند سیاستوالانو د جنورۍ پر ۱۴مه په کراچۍ کې کیمپېن پیل کړ. ویډیويي رپورټ.
د جنورۍ په ۱۲مه په کراچۍ، پېښور او د بلوچستان په ځینو سیمو کې سلګونو کسانو د مظاهرو پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ورکو بلوڅو او پښتنو د موندلو لپاره دې په سملاسي ډول لاس په کار شي. دوی له حکومته دا غوښتنه هم کوله چې که په جبري ورک کړل شویو کسانو کې څوک ګنا
د ټولنې یو بل مشر غلام یاسین خان مشال راډیو ته وویل چې حکومتي ځواکونه دې د هغو غلو پرضد پراخ عملیات وکړي ځکه چې دا ډول پېښې په بیا بیا کېږي چې ټرانسپورټران یې زښت اندېښمن کړي دي.
نور وښیئ