د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچ یکجهتي کونسل د لادرکه خلکو خوشي کولو غوښتنه تکرار کړې


د بلوڅ یکجهتي کونسل چارواکي د جون پر ۲۸مه په کراچۍ پریس کلب کې غونډې ته وینا کوي.
د بلوڅ یکجهتي کونسل چارواکي د جون پر ۲۸مه په کراچۍ پریس کلب کې غونډې ته وینا کوي.

د لادرکه شویو کسانو لپاره کارکونکي سازمان بلوچ یکجهتي کمیټې د جبري لادرکیو خلاف په غونډه کې د ډاکټر دین محمد بلوڅ په ګډون د ټولو ورکو شویو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د جون پر ۲۸مه په کراچۍ پریس کلب کې غونډې ته په وینا کې سیمي دین بلوڅې وویل چې پلار یې ډاکټر دين محمد بلوڅ ۱۵ کاله مخکې له کوټې پورته کړل شو.

نوموړې وویل چې هغه وخت دا وړه وه، له ماشوموالي د خپل ورک پلار د خوشې کولو لپاره غږ پورته کوي خو د پلار یې لا هم درک نه لږي.

ډاکټر دين محمد بلوڅ په ۲۰۰۹ز کال کې په کوټه کې له یو سرکاري هسپتال نه لادرکه کړل شوی دی.

غونډي ته په وينا کې دبلوڅ يکجهتي کميټۍ کراچۍ مشر عبدالوهاب بلوڅ وويل چې دا مسله یوازې په بلوچستان کې نه ده بلکه نورو سیمو کې هم خلک لا درکه کېږي.

په پاکستان کې د ورکو خلکو ستونزه له څو لسیزو راهیسې روانه ده، خو په دې کې هغه وخت شدت راغلی چې د ۲۰۰۰ کال وروسته امنیتي ځواکونو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په بېلا بېلو وختونو کې پوځي عملیات پیل کړل.

د لادرکو بلوڅانو د کورنیو غړو او د بشري حقونو فعالانو د لوی اختر پر لومړۍ ورځ په کوټه ښار کې احتجاجي لاریون او مظاهره کړې وه او د ورکو خلکو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې وه.

د بشري حقونو فعالان او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

د پاکستاني پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپينډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د لادرکو کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی.

هغه ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي. خو وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز وايي چې لادرکه کړل شوي کسان په جعلي پوځي عملیاتو کې وژل کېږي او یا یې هم خراب کړل شوي مړي موندل کيږي.

بلخوا د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په دې وروستیو کې ویلي ول چې په زوره د ورک کړل شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای. نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو له وزیر عطا الله تارړ سره یوځای یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زياته کړه چې دا ستونزه له تېرو څلورو لسيزو راهيسې روانه ده.

تارړ په خپلو دغو خبرو کې دا هم ویلي ول چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

نوموړي زياته کړې وه چې په پاکستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شوی دی. د هغه په وينا د شاوخوا ۱۰،۲۰۰ بې درکه کسانو قضيې هغه کمېشن ته لېږدول شوې دی، چې ۷۹۰۰ يې هوارې شوي او ۲۳ سلنه يې پاتې دي، خو بلوڅان او پښتانه د بې درکه کړل شويو کسانو شمېر لسګونه زره يادوي.

XS
SM
MD
LG