د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پولیسو د زینبیون ملېشې د ۲ غړو د نیولو ادعا کړې ده


په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو چارواکي د مې پر ۱۶مه وینا کوي.
په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو چارواکي د مې پر ۱۶مه وینا کوي.

پولیسو ادعا کړې چې په کراچۍ کې یې د زینبیون ملېشې، چې په ايران پلوۍ تورنه ده، دوه مشکوک وسلوال نیولي دي.

د ترهګرۍ ضد څانګې (سې ټي ډي) چارواکو د مې پر ۱۶مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته د وینا په مهال دعوه وکړه چې د وقار عباس او حسین اکبر په نامه نیول شوي کسان د اهلسنت والجماعت پر دینی عالمانو په بریدونو کې ککړ دي.

د هغو پولیسو یو مشر اصف اعجاز شیخ خبري غونډې ته وویل چې نيول شويو کسانو په کراچۍ کې د تېر کال (۲۰۲۳ز) له سېپټېمبره نیولی د سږکال د فبرورۍ تر ۲۱مې ۱۷ دیني عالمان وژلي او ۱۱ یې ژوبل کړي دي.

پولیس وایي په هغو وژل شویو کې شير محمد، قيصر فاروقي، معراج، احمد اسامه، سيف الرحمان، محمد سليم، حبيب الرحمان، محمد ايوب، عبدالباري او نور شامل دي.

د غونډې پر مهال د سي ټي ډي پولیسو د کراچۍ مشر راجه عمر خطاب وویل چې هغ کسانو په ایران کې روزل شوي دي او په کراچۍ کې یې مشري سید حسین موسوي چې د مسلم په نامه مشهور دی، کوي.

هغه وویل "زينبيون د استخبارتي ادارو په څېر کار کوي. یوه ډله د هدف څارنه کوي، بله يې مالي مرسته کوي او درېیمه ډله هدف ولي. د دوی ترمینځ رابطه ډېره کمه وي نو ځکه یې نیول ډېر ګران وي."

راجه عمر خطاب وویل چې دا مهال په کراچۍ کې د زینبیون ډلې د ۲۳ کسانو نومونه مخې ته راغلي دي او پولیس یې د نیولو هڅې کوي.

زینبیون ډلې د پولیسو د تورونو په اړه څه نه دي ویلي او نه يې هم تر دې دمه د ديني عالمانو د وژنې مسوليت منلی دی.

په کراچۍ کې خبریال نعمت خان وایي چې زینبیون برېګېډ د شیعه ګانو ډله ده چې تور ورباندې پورې کېږي چې ایران جوړه کړې او هم هغه هېواد ورسره مالي مرستې کوي. په دې ډله کې په پاکستان او افغانستان کې لسګونه کسان شامل دي.

نوموړي وویل زینبیون په ۲۰۱۱ز کال کې په شام (سوریه) کې د داعش پر ضد د جګړې لپاره جوړه شوې وه او وسلوال په سوریه کې هم جنګېدلي دي.

د پاکستان حکومت دمارچ پر ۲۹مه زينبیون ترهګره ډله وګرځوله او بنديز يي ورباندې لګولی دی. امریکا د ۲۰۱۹ز کال په جنورۍ کې هغه ډله ترهګره بللې وه.

تهران رسماً د زینبیون او فاطمیون، چې زیاتره غړي یې په ایران کې مېشت شیعه افغان کډوال دي، په نوم د ډلو د جوړولو او تمویل دعوې نه دي تایید کړې خو د هغه هېواد رسنیو د هغو ډلو وسلوال "د شام د اهل تشیع سپېڅلو ځایونو مدافعان" بلل.

البته ایران په پاکستان یا په نورو هېوادونو کې په ترهګرۍ کې د ککړتیا تور په سختۍ ردوي.

XS
SM
MD
LG