د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماهرنګ بلوڅه وايي ریاست یې پر سوله ییزه مبارزه هم ځوروي


ماهرنګ بلوڅې د جون پر ۱۳مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وینا وکړه.‌
ماهرنګ بلوڅې د جون پر ۱۳مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وینا وکړه.‌

د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره د مبارزه کوونکې بلوڅ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوڅې دعوه کړې ده چې ریاست یې فعالان پر سوله ییزو هلو ځلو سربېره ځوروي او نیسي یې.

نوموړې د جون پر ۱۳مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې تېره میاشت هم لسګونه کسان جبراً ورک کړل شوي دي.

دې وویل، "یوازې د مې په میاشت کې تر ۱۰۰ زیات کسان په زور ورک شوي دي. د بلوچستان داسې سیمه نه شته چې په زور پکې خلک نه وي بې درکه شوي. په یوه اونۍ کې چې ۱۰ تنه خوشې شي، نو ۳۰ نور د جبري بې درکۍ ښکار شي."

ماهرنګ بلوڅې زیاته کړه چې د دې هر څه باوجود سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي.

د ماهرنګ بلوڅې په مشرۍ احتجاجي تحریک د خلکو پراخ ملاتړ موندلی دی
د ماهرنګ بلوڅې په مشرۍ احتجاجي تحریک د خلکو پراخ ملاتړ موندلی دی

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان حکومت وخت په وخت تور لګولی چې بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د رياست پرضد خلک راپاروي او په جرمونو کې د ککړو کسانو ملاتړ کوي.

خو د یادې کم‍ېټۍ‍ مشران وايي‌ چې دوی د بلوڅو د جایزو بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

ماهرنګ بلوڅې زياته کړه چې د جولايي په مياشت کې د بلوچستان پر روانو حالاتو يوه لويه غونډه راجوړوي او د دې لپاره ېي خپلي هلي ځلي پيل کړي دي.

دې وویل، "په بلوچستان کې چې څومره تنظيمونه دي، هغوي ته پيغام ورکوم، چې د بلوڅ نسل کشۍ پرضد دې راغونډ شي، خپل منځني اختلافات دې له منځه لرې کړي."

د پاکستان مرکزي او د بلوچستان صوبايي حکومت لا د نوموړې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د بلوڅانو د حقونو سازمانونه او فعالان وايي چې پوځي او استخباراتي ادارو لسګونه زره خلک ورک کړي دي.

د پاکستان پوځ د خلکو د ورکولو تور ناسم بولي او وايي ځینې کسان چې بې درکه بلل کېږي، له وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د قضیو څېړلو سرکاري کمېشن وايي چې له ټول هېواده یې د څه باندې ۱۰،۰۰۰ کسانو د ورکېدو قضیې ترلاسه کړې دي چې ورڅخه یې ۷،۹۰۰ حل کړې دي.

خو د ورکو بلوڅانو موندلو سازمان د جبري بې درکیو په اړه د سرکاري کمېشن دا او ورته نور رپورټونه رد کړي دي.

ماهرنګ بلوڅې زياته کړې چې دوی ته هيڅ ازادي حاصل نده. د دې په وینا، تيره مايشت دوی د کوټې په پریس کلب کې يو سمینار جوړ کړی وو خو د دې په خبره، رياستي ادارو دوی هغه ته پرې نښودل او د کوټې پریس کلب يې هم ټرلی وو.

د ماهرنګ بلوڅې په مشرۍ بلوڅ يکجهتي کمېټۍ په ۲۰۲۳م کال د نومبر په پای کې د بلوچستان له تربت څخه اسلام اباد ته لاريون کړی وو.

نوموړې وويل چې تر هغه لاريون وروسته پر دې او ن‍ژدې ۷۰۰ ملګرو يې شاوخوا ۲۵ مقدمې درج کړل شوې دي.

د بلوڅ يکجهتۍ کميټۍ کراچۍ مشر عبدالوهاب بلوڅ مشال راډيو ته وویل چې په اسلام اباد ، پنجاب او نورو صوبو کې بلوڅ زده کوونکي د رياستي ادارو پر نښه دي.

د نوموړي په وينا،‌ د زده کوونکو تر لادرکه کولو وروسته له هغوي او کورنۍ يي ويډيو بيانونه اخیستل کيږي چې د سياست او لادرکه خلکو په اړه به هيڅکله ويناګانې نه کوي.

بلخوا د بلوچستان حکومت د بلوڅ يکجهتي کميټۍ د دې تازه خبرو په غبرګون کې څه نه دې ويلي خو وړاندې يې ويلي چې په صوبه کې پر چا هم بنديز نشته، خو د دوی په وینا، چاته به هم د قانون په لاس کې اخیستو اجازه ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG