د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې فعالانو یو مسیحي ته مرګ سزا اورول کېدو ضد مظاهره کړې


کراچۍ کې فعالانو یو مسیحي ته مرګ سزا اورول کېدو ضد مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

په کراچۍ کې فعالانو او د مسیحیانو (عیسویانو) ټولنې په پنجاب کې يو مسیحي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده. د جولای د دویمې مظاهرې ته د بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو یوې ټولنې عورت مارچ منتظمين او عيسويان ورغلي ول. هغوی پر احسان شان لګېدلي تورونه رد کړل او و یې ویل چې د پرېکړې پرضد اعلا عدالتونو ته ځي. د جون پر ۲۹مه د پنجاب په ساهیوال کې یو عدالت شان ته د مذهب سپکاوي په قضیه کې د مرګ سزا واوروله. پر هغه تور وو چې تېر کال يې د پنجاب په جړاوالا کې د مذهب سپکاوي په تور د عیسویانو پر کلیساګانو او کورونو د پارېدلو خلکو تر حملې وروسته پر ټولنیزې شبکې ټېک ټاک د اسلامي مقدساتو خلاف مواد خپاره کړي ول. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG