نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا، سوات کې د ولسي پاڅون پلویانو د هغې پېښې پر ضد احتجاج کړی چې د سوات په مټه کې د اګست په ۱۴مه نېټه شوې وه. په دې پېښه کې پر پولیسو ډزې وشوې او یو پولیس افسر پکې ووژل شو. احتجاج کوونکو د دې پېښې په غبرګون کې د پولیسو سره د یووالي څرګندونه وکړه او په سیمه کې د امنیت غوښتنه وکړه.
د خیبر پښتونخوا د سوات په چارباغ کې ګڼو خلکو د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت د "سولې لاریون" کړی دی. د لاریون ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې "امن یې بنیادي حق" دی. د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي دي چې امنیت ته ژمن دي. د چارباغ لاریون په اړه ویډیويي رپورټ.
د سوات خلکو پر داسې مهال د امن لپاره مظاهرې پیل کړې دي چې د جولای میاشتې پر ۲۴مه په لنډاکي سیمه کې د پولیسو پر چیک پوستې په برید کې د پولیسو دوه سرتېري او یو د پولیو ټیم غړی ژوبل شوي ول. د هغه برید مسولیت چا نه و قبول کړی.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د ناامنۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو اعلان کړی دی، په شانګله کې د سولې په نوم مشاعره شوې ده. د جولای ۲۱مې مشاعرې ته ګڼ شاعران ورغلي ول چې په خپلو کلامونو کې یې د ناامنۍ پرضد غږ پورته کړ. ویډیويي رپورټ.
د سوات محمد هلال له تېرو څو لسیزو راهیسې په سیند کې ډوب شوي کسان ژغوري او مړي باسي. ۵۰ کلن هلال وايي، دا کار د خدمت په جذبه کوي
د سوات په خوازه خېله، کبل، او مټه کې د ولسي پاڅون تر سیوري لاندې د امن لپاره او د پوځي عملیاتو په ضد احتجاجي مظاهرې او لاریونونه شوي دي. د جولای پر پنځمه مظاهرو ته ویناوالو وویل چې دوی په دې سیمه کې هیڅ ډول بدامنۍ او پوځي عملیاتو ته جوړ نه دي.
په عین وخت کې د پاکستان پوځ په ملک کې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ مخنیوي لپاره اعلان شوي عزم استحکام پوځي عمليات مهم ګرځولي دي.
په سوات کې د تحریک انصاف په بلنه د عزم استحکام په نوم د عملیاتو پرضد لاریون شوی دی. د جولای درېیمې د لاریون او مظاهرې ګډونوالو په لاسونو کې د امن سپین بیرغونه نیولي ول او د عملیاتو ضد یې نعرې وهلې. ویډیويي رپورټ.
د مینګورې ښار په نشاط څلورلاره کې د جولای درېیمې مظاهرې اعلان د خيبر پښتونخوا د ځنګلونو او چاپېریال ساتنې چارو وزير فضل حکيم يوسفزي کړی وو.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد علي خان د جون په ۲۸مه په سوات پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د هغوی پارټۍ په پښتونخوا کې هېڅ قسم فوځي عملیات نه مني.
د سوات د پولیسو د پلټنیزو چارو مشر (اېس پي انوېسټيګېشن) باچا حضرت د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د جون ۲۰مې د پېښې پلټنو لپاره ګډه پلټنیزه ډله جوړه شوې ده.
د سوات د پولیسو مشر زاهد الله خان د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې پلټنې یې پیل کړې دي او د هغه کس په وژنه او تاڼې او پکې د پولیسو ګاډو ته د اور اچوونکو پرضد قانوني کاروايي کوي.
د سوات د پولیسو مشر ډاکتر زاهد الله مشال راډیو او نورو رسنیو ته وویل چې پېښه د جون پر ۲۰مه په مدین کې شوې ده.
د جون پر ۱۴مه، په سیدو شریف کې هغه روزنیز پروګرام عورت فاونډیشن جوړ کړی وو چې د سیمې تر ۲۰ ښځینه فعالانو پکې روزنه واخیسته.
دا په داسې حال کې ده چې د سوات او باجوړ د جرګو مشرانو د راتلونکي مالي کال لپاره له مالیې او محصولونو څخه د ملاکنډ ډېوېژن او قبایلي ضلعو د استثنا غځولو حکومتي اعلان رد کړی دی.
امیر مقام زیاته کړه چې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) او د پاکستان د نورو برخو اوسېدونکي دا نیوکه کوي "چې ولې په یوه سیمه کې ټیکس شته او په بله کې نه شته" نو ځکه په دې اړه د یوې تګلارې جوړول اړین دي.
د جون پر اتمه شوې دې جلسې ته د تحریک انصاف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو په خپلو ویناوو کې پر حکومت غږ کړی چې عمران خان او د تحریک انصاف نور مشران دې زر تر زره خوشي کړي.
د جون پر درېيمه د بلوچستان په سنجیدي سيمه کې د کان پر ټېکدار او منېجر سربېره نهه مزدوران وژل شوي ول.
د مې پر ۱۴مه د کاربنديز پر مهال دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي. پر دې مهال د نهو ضلعو شخصي تعليمي ادارو مشرانو، وکيلانو او د ځايي حکومتونو منتخب استازو هم له سوداګرو سره يوځای د کاربنديز ملاتړ کړی دی.
نور وښیئ