سوات کې د مردان ډرون برید ښکار شویو ۹ کسانو جنازې شوې دي
د سوات په بریکوټ او سیدوشریف کې د هغو نهو کسانو جنازه شوې چې د مارچ پر ۲۹مه د مردان په کاټلنګ کې د پاکستان پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول. د کاټلنګ اوسېدونکي وايي چې په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي ول. د دوی په خبره، هغه کورنۍ په غرییزه سیمه کې په خیمه کې اوسېده. د مارچ پر ۳۰مه د بریکوټ په غالیګي کې ګڼو خلکو او حکومتي چارواکو د پینځو کسانو د جنازې په لمونځ کې ګډون وکړ. تر دې وروسته د وژل شویو خپلوانو او سیاستوالانو احتجاجي مظاهره هم وکړه او له حکومته یې د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه وکړه. د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې امنیتي سرتېرو عملیات کول چې پکې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي. په جنازه کې د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر ډاکتر امجد هم شامل وو. هغه مشال راډیو ته وویل چې د پېښې مقدمه یې دایره کړې او حکومت به د وژل شویو کورنیو ته تاوان ورکوي. ویډیويي رپورټ.