د سوات د خوازه خېلې خلکو یو ځل بیا هلته د پوځي چاوڼۍ پرضد احتجاجي جرګه کړې ده.
د مارچ په ۱۴مه ترسره شوې دغه جرګه کې په ګڼ شمېر کې خلکو ګډون وکړ او د پوځي چاوڼۍ جوړېدو پرضد یې شعاورونه ورکړل.
یو ځايي مشر محمد اصف خان جرګې ته په وینا کې وویل چې یو پلو د دوی مځکې ډېرې کمې دي او بل پلو به یې د پوځي چاوڼۍ له جوړېدو سره ژوند ډېر متاثره شي.
ده وویل، که په سیمه کې یې پوځي چاوڼۍ جوړه شوه نو بیا به دوی هیڅ هم په خپله خوښه نشي کولای او اړ به وي چې هلته له ناستو پوځي چارواکو پوښتنه وکړي.
هغه وویل: "که کنټونټمنټ بورډ جوړ شو بیا به د کور، لارې، حجرې، پټي، باغ، مېلمه او تګ راتګ واک به ستا نه وي."
په سوات کې جوړې شوې دې جرګه کې د دې لپاره یوه کمېټۍ جوړه شوه چې خپلې غوښتنې یو ځل بیا حکومتي او پوځي چارواکو ته وړاندې کړي.
جرګې ته د جمیعت علمای اسلام (ف) یو ځايي مشر مفتي اسدالله وویل، د سوات خلکو د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد ډېرې قربانۍ ورکړې دي: "موږ د بدامنۍ سره مخ شوي وو، په دې جنګ کې زموږ مخور مشران وژل شوي دي، اوس راسره ولې داسې سلوک کېږي؟ "
د سوات د کبل او خوازه خېلې خلکو تر دې وړاندې هم هلته د پوځي چاوڼیو جوړېدو پرضد احتجاجونه کړي او غوښتنه یې کړې ده چې حکومت دې پوځ د دوی د مځکو له قبضه کولو منع کړي.
کنټونمنټ بورډ د پوځ تر کنټرول لاندې یوه اداره ده، چې د پوځیانو لپاره جوړېږي، خو شاوخوا ملکي سیمو ته هم غځېږي. دا اداره د ښار انتظام، مالیاتو، او عامه خدماتو څارنه کوي. که کومې سیمې د کنټونمنټ برخې وګرځول شي، نو هلته د پوځ قانون چلیږي او ملکیان باید هغه ومني او مالیات ورکړي. دا معمولا د ملکي خلکو ازاد ژوند محدودوي، ځکه چې پوځ پکې زیات واک لري.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د نورو سیمو په څېر په سوات کې هم پوځي چاوڼۍ له قانون سره سمې جوړېږي او د دوی په وینا، دا د سیمې د امنیت لپاره ضروري ګام دی.
په سوات کې د پوځ دایمي پوځي حضور هغه مهال پیل شو چې هلته د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه زیات شول او حکومت د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړل.
په ۲۰۰۹ز کال کې د "راه نجات" عملیات د پاکستاني پوځ لخوا تر سره شول، چې پکې د وسلوالو پر ضد پراخې جګړې وشوې. له هغه وروسته پوځ په سیمه کې دایمي حضور پیدا کړ او پوځي چاوڼۍ جوړې شوې.