د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن ویلي چې د دوی ګوند د پاکستان او افغانستان ترمنځ د هر قسمه جنګ مخالف دی او پرضد به یې سړکونو ته راوزي.
میا افتخار حسېن دا خبرې د فبرورۍ پر اوومه د خیبر پښتونخوا په سوات کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا د باچاخان او ولي خان تلين لمانځلو لپاره رابلل شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
نوموړي تور پورې کړی چې د مسلم لیګ نون اوسنی حکومت يو ځل بيا د پښتنو په سيمو کې جنګ جوړول غواړي خو د ده په وینا، عوامي نېشنل ګوند به د هر قسمه ناامنۍ پرضد ولاړ وي.
تر دې وړاندې د عوامي نېشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هم په کراچۍ کې د ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال ورته څرګندونې کړې وې.
میا افتخار حسېن د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترمنځ ترنګلو اړیکو ته په اشاره وویل، "که دا دواړه جنګ کوي نو څوک به مري، پښتانه به مري، او چي دا جنګ نړيوال جنګ شي نو څوک به مري؟ بيا به هم پښتانه مري."
نوموړي د خپل ګوند غړي مخاطب کړل او پر هغوی یې غږ وکړ چې د داسې ممکنه جګړې مخنیوی به کوي.
ده زیاته کړه، "موږ د افغانستان او پاکستان ترمينځ جنګ نه غواړو، امن غواړو، ورورولي غواړو او د پاکستان او افغانستان دننه د تجارت لارې خلاصول غواړو."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترمنځ پر پوله د یو شمېر شخړو او د پاکستان له خوا د زیاتو شویو محدودیتونو له کبله اړیکې ترنګلې دي.
د دواړو غاړو ترمنځ څو ځله وسله والې شخړې هم شوې دي چې دواړو غاړو پر یو بل د لومړي برید او مرګژوبلې اړولو تورونه پورې کړې دي.
د پاکستان له خوا له افغانستان سره پر پوله د زیاتو شویو محدودیتونو او بندیزونو پرضد په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پښتنو په وار وار احتجاجونه هم کړي دي.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن د فبرورۍ پر اوومه په کړې وینا کې په سوات کې د پوځي چاوڼۍ پر جوړېدو هم نیوکې وکړې.
هغه وویل، "زه د دې ځای پوځي واکدارو ته وایم چې که تاسو کنټومنټ بورډ جوړوی هغه ستاسو خپل کار دی، خو د سوات ولس به نه چېړی، د دوی مځکې به نه ترې اخلی او له دوی سره به زیاتی نه کوي."
د سوات په کانجو کې د جنورۍ پر ۱۷مه په زرګونو خلکو په سیمه کې د پوځي چاوڼۍ او نورو ودانیو د جوړولو ضد احتجاجي مظاهره کړې وه.
مظاهرهچیانو ویلي وو چې پوځ د هغوی له خوښې پرته په کال ۲۰۱۷م کال کې په زرګونو کناله ځمکه د چاوڼۍ لپاره نیولې وه، او اوس د کینټ په نوم نورې ځمکې نیسي.
دوی وویل چې له دې سره به د هغوی د کرهڼیزو ځمکو کار بند شي او د دې سیمو خلکو ته به د تګ راتګ په برخه کې لوی مشکلات جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې د پوځ تر انتظام لاندې د سوات د کبل تحصیل په څلور يونين کونسلو کې کنټومنټ بورډ جوړېږي.
میا افتخار حسېن د خلکو له خوا د پوځي چاوڼۍ پرضد احتجاجونو ته په اشاره وویل، " دا وخت په خيبرپښتونخوا کې سوات يوازېنۍ سيمه ده چې امن پکې ټينګ دی نو حکومت او پوځ دې دلته امن نه خرابوي."
د سوات ضلعي انتظامیه وایي چې حکومت په ۲۰۱۶م کال کې پوځ ته په کبل تحصیل کې د چاوڼۍ او کینټ جوړولو اجازه ورکړې وه او اوس پر هغه کار روان دي.
سوات د خیبر پښتونخوا هغه غرنۍ سیمه ده چې خلک یې د کروندې لپاره ډېره محدوده مځکه لري نو ځکه د دوی په وینا، دې ته تیار نه دي چې حکومت او پوځ یې ترې په زور واخلي.