نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د ملاکنډ د سوداګرو ټولنې، د یوشمېر ګوندونو سیاستوالانو او د سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې ضلعو مشرانو د مې پر اوومه په مینګوره کې بیړنۍ غونډه وکړه او خبریالانو ته یې وویل چې هغې سیمې ته د ټیکسونو د غځېدو مخالفت کوي.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د وروستیو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونوکې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.
ادارې د اپرېل پر۲۶مه، په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې بارانونه او توپانونه فصلونو، تعمیرونو او ودانیو ته زیان اړولی شي.
د خيبر پښتونخوا د سوات د چارباغ تحصيل په سور ډېري کلي کې يوازينی پرايمري سکول وران پروت دی. د هغه ښوونځي زده کونکي او د کلي خلک غوښتنه کوي چي حکومت دي د سکول ودانۍ ورغوي. ويډيو رپورټ.
د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم ای) ویلي دي چې په پېښور، بر او کوز چترال، سوات، دير، ملاکنډ، او باجوړ کې بارانونو او سېلاب اته نور کسان وژلي دي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د بلوچستان د مرکز کوټې، نوشکي، ډېره بګټي، خضدار او کوهلو په ګډون په یوشمېر برخو کې سخت بارانونه شوي دي او په کوټه کې یې له وجې سېلاب راغلی دی. د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، کواټ، مومندو او ملاکنډ ډېوېژن او د پنجاب په جنوبي برخو کې سخت ورښتونه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا شانګله د طبیعي یا قدرتي ښکلا او زېرمو لپاره نوم لري خو ډېری اوسېدونکي یې د بې وزلۍ له وجې د پاکستان په لیرې پرتو سیمو کې د سکرو په کانونو کې کار ته اړ دي. په دې رپورټ کې د شانګلې د شاه پور کلي دوو اوسېدونکو بلال انګار او فضل رحیم لوهار څرګندونې اورېدای شئ.
د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په شاه پور سيمه کې سېلابونو دوه پلونه وړي ول چې له امله يې ګڼ خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي. د هغې سيمې اوسېدونکي وايي چې د پلونو سروې او داوطلبي (ټېنډر) يې شوې خو د پيسو د نيشتوالي له وجې يې د بيارغونې کارونه نيمګړي پاتې دي.
د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د شاه پور کلي اوسېدونکي شاعر فضل رحيم لوهار نهه کتابونو ليکلي دي. نوموړی وايي چې په ماشوموالي کې يې له ولسي شاعرۍ څخه الهام اخيستی او بيا يې خپله په شعر ويلو پيل کړی دی. ويډيويي مرکه.
د سوات ۲۲ کلنې مدني فعالې حدیقې بشیر د مارچ پر شپږمه په اسټرالیا کې د ځوانانو یوه نړیواله جایزه ګټلې ده. نوموړې وايي چې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې په سوات کې د نجونو د کم عمرۍ د ودونو پر ضد مبارزه او په ټولنه کې د اب و هوا یا اقلیم بدلون په اړه د پوهاوي پیدا کولو هڅه کوي. بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
د سوات په مینګوره کې د ډوډیو یو خرڅونکی د تېرو څو کلونو راهیسې په روژه کې ډوډۍ ارزانه خرڅوي. د ډوډۍ خرڅونکی وایي په دې کار ورسره یوه خیریه اداره مرسته کوي .
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د واروې او باران له وجې ۳۳ کورونه او په ځینې ځایونو کمرونه نړېدلي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د مارچ په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د یادې صوبې په ډېرو سیمو کې د ورښتونو لړۍ روانه ده او د دوی ادارې په ټولو ضلعو کې له خلکو سره د مرستو لپاره په هلو ځلو لاس پورې کړی
د پښتو ژبې نومیالی شاعر رحمت شاه سایل وايي د کتابونو لوست او د سندو اورېدو شعر ویلو ته وهڅاوه.
د مالم جبې واورې کتو ته ډير سیلګر ورغلي دي
په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره کیمپېن روان دی او ډېریو ګوندونو خپل منشورونه اعلان کړي دي. د خیبر پښتونخوا په سوات کې هم په لارو، کوڅو او بازارونو کې د نوماندانو اشتهارونه لګېدلي دي. خو خلک له امېدوارانو څه غواړي او څه هیلې ورڅخه لري؟ د ځواب لپاره یې دا ویډیو وګورئ.
د جنورۍ پر پینځمه په سوات کې عدالت د تحريک انصاف ګوند ۸۶ کانديدانو چې د نوماندۍ اسناد يې د ټاکنو کمېشن رد کړل ول، سم وبلل او په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه.
نور وښیئ