عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې پر ممکنه سیاسي منظرنامې بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال پیل د مخالف ګوند تحریک انصاف او واکمن مسلم لیګ (ن) ترمینځ له مذاکراتو وشو، البته اوس هغه خبرې اترې د اختلافاتو له امله د ځنډ سره ښکار شوې دي. بشپړه خپرونه وګورئ.
نوموړي زیاته کړه چې هغه سفير ته يې وويل چې که په کورمه کې جګړه د سنيانو او شيعه ګانو شخړه ده نو بیا ولې له دې سيمې سره لګېدلي هنګو او ورپسې په کواټ کې د مېشتو سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ جګړه نه کېږي
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د چارو له پوهانو سره په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د امنیتي حالاتو ممکنه منظرنامه بحث شوې ده.
په سیمه کې شیعه ګان له یو نیمې اونۍ راهسې د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي او سنیانو دوه ورځې وړاندې په بګن کې پر ټل-پاړه چینار مرکزي سړک پرلت وهلی دی.
اېسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس اژانسونه وايي چې د جنوبي کوریا يوه الوتکه د کوزېدو پر مهال لوېدلې چې پکې تراوسه پورې ۱۷۷ کسان وژل شوي دي. په الوتکه کې ۱۸۱ کسان سپاره ول چې د لوېدو د علت د معلومو لپاره يې پلټنې پیل شوې دي.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د حکومت او تحریک انصاف ترمینځ د پیل شویو مذاکراتو په اړه دی چې پکې د چارو له پوهانو سره د عمران خان له زندانه د خوشې کېدو د امکان ترڅنګ ځینې نور پوښتنې بحث شوې دي. پي ټي ای او د واکمن اتحاد د مذاکراتي ډلو ترمینځ لومړۍ ناسته شوې او بله هغه به يې د جنورۍ پر دويمه وي.
په بيان کې راغلي دي چې پوځي عدالتونه عدالتي خپلواکي او شفافيت نه لري او د اورېدنو لپاره لازمي قانوني شرطونه نه پوره کوي.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان کې پر پرله پسې کيمپېنونو برسېره د پولیو وایرس د نه ختمېدو پر لاملونو بحث شوی دی. د ډېسېمبر پر ۱۶مه له بلوچستانه پرته د هېواد د درېواړو صوبو په لسګونو ضلعو کې د ګوزڼ شپږ ورځنی واکسيني کيمپېن پیل شو.
د پښتنو په ګډون د نړۍ يوشمېر هنرمندانو د هند وتلي طبله غږوونکې ذاکر حسين پر مړینه خپګان ښوولی او هغه ته يې د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې دي. ذاکر حسين د ډېسېمبر پر ۱۶مه مړ شو.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې مو د مدرسو رجسټرېشن د مسودې پر سر د حکومت او د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان ترمینځ پر اختلافاتو خبرې کړې دي. په بحث کې له ګډونوالو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې د دې لانجې اصل وجه ده څه؟ بشپړ بحث وګورئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې مو له شنونکو سره پر دې بحث کړی چې ایا په کورمه کې جګړې د شيعه ګانو او سنیانو د فرقه ییزو اختلافاتو له امله کېږي او که يې نور لاملونه دي چې د فرقه ییز تاوتریخوالي او نښتو په نوم یادېږي. بشپړ بحث وګورئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث په اسلام اباد کې په زور د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د احتجاج ختمولو بېلابېلو اړخونو، لاملونه او اغېز ته ځانګړی شوی دی. د پاکستان امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال د پي ټي ای د احتجاج ختمولو لپاره عملیات وکړل. بشپړ بحث وګورئ.
د دې اوونۍ"د مشال تر رڼا لاندې" بحث د نومبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د اعلان شوي احتجاج پر وړاندې ننګونو او د ګوند داخلي اختلافاتو ته ځانګړی شوی دی. بشپړ بحث وګورئ.
د دې اونۍ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه مو په بلوچستان کې پر سکرو یا کویلې لېږدوونکو لاريو او کانکیندونکو د زیاتېدونکو حملو لاملونو او له دې امله رسېدلو مالي زیانونه ته ځانګړې کړې ده. بشپړ بحث وګورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې پر دې بحث شوی دی چې د ډانلډ ټرمپ د ولسمشر منتخبېدل به له پاکستان او افغانستان سره د واشنګټن پر اړيکو څه اغېز وکړي. دلته یادونه کوو چې دا بحث د ټرمپ د بریا تر اعلان مخکې ثبت شوی وو. بشپړ بحث وګورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو په تېره بیا په ژوب، لورالايي (بوري)، شېراني او کلا سیف الله کې د وسلوالو څرګندېدل او هغوی ته د ولس د غبرګون بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي. د وسلوالو د فعالیت په اړه په دغو سيمو کې سياسي ګوندونو هړتالونه، مظاهرې او جرګې هم کړې دي.
د راجګل د مشرانو کمېټۍ يو غړي برکت جان اپرېدي مشال راډیو ته وويل چې په لومړۍ مرحله کې نن (د اکتوبر پر ۲۹مه) د شاوخوا ۵۰ کورنیو يوه قافله له جمرود څخه د تيرا تور څپر (تور چپر هم بلل کېږي) سيمې ته روانه شوه.
پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې تور پورې کړی دی چې هغوی یې پاکستان ته د "کرکټ یوې نړیوالې لوبډلې د سفر پر مهال د سرکار په کار کې د لاسوهنې په کولو د امنیتي ګواښ پیدا کولو" پر سر نیولي دي.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث په بلوچستان کې د مزدورانو، په تېره بیا د سکرو په کانونو کې د کارکوونکو، وژنو ته ځانګړی شوی دی. وسلوالو د اکتوبر پر ۱۰مه شپې ناوخته د هغې صوبې په پښتون مېشته سيمه دوکۍ کې ۲۱ کانکيندونکي ووژل. خو څوک هغه مزدوران وژني؟ د دې او نورو پوښتنو د ځواب لپاره بشپړ بحث وګورئ
نور وښیئ