د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم او ځینې ګوندونو د خپلو غوښتنو لپاره په کوټه کې احتجاج کړی


پي ټي اېم او ځینې ګوندونو د خپلو غوښتنو لپاره په کوټه کې احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم)او نورو پښتون ملتپاله ګوندونو د اکتوبر پر ۲۱مه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د اکتوبر پر ۱۱مه د خیبر په ریګي للمه کې د پښتون قامي جرګې غوښتنې عملي کړي او په چمن کې د روان پرلت غوښتنې ومني. د چمن پرلتوال پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې پر اساس د تګ راتګ غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت تېر کال د نومبر له لومړۍ نېټې پاسپورټ او وېزه لازمي کړې ده. ,ویډیویي پورټ

XS
SM
MD
LG