د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې زرګونو استادانو د دندو لپاره مظاهره وکړه


استادانو د بلوچستان په مرکز کوټه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته مظاهره وکړه.
استادانو د بلوچستان په مرکز کوټه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته مظاهره وکړه.

په بلوچستان کې استادانو د احتجاج په کولو سره غوښتنه کړې چې حکومت دې په سرکاري سکولونو کې د خالي څوکیو د ډکولو په اړه د عدالت حکم عملي کړي.

د دیسمبر پر ۲۴مه په زرګونو استادانو په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته مطالبه وکړه چې د پاکستان د سپريم کورټ د پرېکړې په رڼا کې دې د هغو ښوونکیو د ګمارنې امر جاري شي چې په ازموینو کې بریالي شوي دي.

د مظاهره کوونکیو استادانو یو غړي جمال شاه کاکړ مشال راډیو ته وویل، په دې مظاهره کې هغو ټولو استادانو برخه واخیسته چې د بلوچستان په ۳۶ ضلعو کې یې امتحانونه ورکړي او بریالي شوي دي. د هغه په خبره په احتجاج کې ورسره ۴،۰۰۰ استادان برخه اخلي. هغه زیاته کړه، د استادانو غوښتنه دا ده چې په حکومتي سکولونو کې په خالي شویو څوکیو دې نوې ګمارنې وشي او هغو استادانو ته دې نوکرۍ ورکړل شي چې په ازموینه کې بریالي شوي دي.

د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په منځ کې اعلان کړی وو چې په صوبه کې به شاوخوا نهه زره د سکول استادان په دندو ګماري. خو د بلوچستان های کورټ د ۲۰۲۳م کال د جولای پر ۲۰مه د تعلیم محکمې ته امر وکړ چې دا پروسه ودروي. یاد عدالت دا امر د هغو خبرونو له خپرېدو وروسته کړی وو چې ګواکې صوبايي حکومت یادې نوکرۍ پر معیار د استادانو برتي کولو پر ځای په پیسو پلوري. خو د هغه وخت اعلا وزیرعبدالقدوس بزنجو داسې تورونه رد کړي وو.

د بلوچستان های کورټ بیا د هماغه کال د نومبر پر ۲۹مه امر وکړ چې هغه ازموینې دې له سره وشي. خو د بلوچستان استادانو د های کورټ هغه پرېکړه په سپریم کورټ کې چیلنج کړه. وروسته سپریم کورټ د ۲۰۲۴م کال د اپریل پر ۲۴مه په خپله پرېکړه کې وویل چې نوي استادان دې په درو میاشتو کې دننه پر دندو وګمارل شي.

یو احتجاج کوونکي فصیح الله عادل په دې اړه مشال راډیو ته وویل: "موږ ټول استادان دلته ځکه راټول یو چې څومره زر هم کیدی شی حکومت دې زموږ د ګمارنې امر جاري کړي. موږ عارضي ګمارنې نه منو، پخې نوکرۍ غواړو. سپریم کورټ زموږ په حق کې فیصله کړې ده نو په هغې دې عمل وشي."

د دیسمبر پر ۲۴مه د بلوچستان د کابینې د تعلیم وزیره راحیله حمید درانۍ او همدا رنګه د هغې صوبې د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ د احتجاج کوونیکو خوا ته ورغلل او هغوی ته یې ډاډګیرنه ورکړه چې حکومت د استادانو د مسلې د هواري لپاره یوه کمیټۍ جوړه کړې ده او دا مسله به ډېر زر د سپریم کورټ له امر سره سمه هواره شي.

کاکړ رسنیو ته وویل، دې مسلې حل ځکه وځنډید چې تر اوسه د ۲۳ ضلعو پایلې مخې ته راغلې دي او د نورو هغو پایلو ته انتظار کېږي خو دا چې د عدالت پرېکړه ده نو عمل به پرې ارو مرو کېږي.

XS
SM
MD
LG