شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) په ۲۰۲۰ز کال کې پر اسماعیل، د هغه پر مېرمن او لور ګلالۍ اسماعیل له هېواد سره د غدارۍ، د هېواد پرضد د سازش، د ترهګرۍ او د ترهګرو د مالي ملاتړ په تورونو مقدمه دایره کړه وه چې اورېدنې یې له هغه وخت راهیسې روانې وې.
د فبرورۍ پر څلورمه د پېښور پرېس کلب مخې ته "پېښور ولسي پاڅون" د ترهګرۍ او ناامنۍ پر ضد احتجاج کړی. په دې احتجاج کې د پښتنو د حقونو فعالان او د سياسي ګوندونو استازيو ګډون کړی. د مشال راډيو خبريال شبير احمد جان په ژوندۍ بڼه د دې احتجاج حال شريکوي.
د بد امنۍ سره په لاس او ګریوان صوبه خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د ولسي پاڅون په نامه په سوات، دیر، صوابۍ او نورو سیمو کې لاریونونه او مظاهرې شوې دي. خلک له حکومته غواړي چې د بدامنۍ، هدفي وژنو، د برمته نیونې او قلنګ غوښتو مخه دې ونیسي.
د چارسدې پولیسو مشر سهېل خالد د جنورۍ پر ۲۱مه رسنيو ته په لېږدولي ويډيو بیان کې ويلي چې موټرسايکل سپرو وسلوالو د شنبې یا خالي پر ماښام د زرداد ډېرۍ پر څوکۍ پر ولاړو پولیسو ډزې وکړي، يو یې وواژه او دوه یې زخميان کړل.
د خیبر پښتونخوا لپاره نومول شوی لنډمهاله اعلا وزیر اعظم خان د چارسدې اوسېدونکی دی. نوموړي د قانون په برخه کې لومړی له پېښوره او بیا لندن څخه اعلا زده کړې کړې دي.
د برید اووم تلین د جنورۍ پر ۲۰مه په یوه غونډه کې ولمانځل شو چې پکې د وژل شویو خپلوانو او د پوهنتون غړو او نورو یوشمېر کسانو ګډون کړی وو.
د "بېسک کميونټي سکولز" په نامه دا سکولونه شاوخوا دوه کله وړاندې له وفاق څخه خیبر پښتونخوا ته سپارل شوي وو او اوس یې چارې د غير رسمي سکولونو محکمې "ايليمنټري اينډ سکنډري ايجوکيشن فاونډيشن" په واک کې دي.
په دې ترڅ کې به تر ۶۵ لاکو زیاتو هغو ماشومانو تهد پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکي ورکوي چې عمرونه یې تر پنځو کالو کم وي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو د جنورۍ اوومې پر ماخوستن پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې د وژل شوي سرتېري په جنازه کې د سیمې د پولیسو او امنیتي ځواکونو لوړپوړو افسرانو ګډون وکړ.
د پاکستان حکومت د انرژۍ د بچ کولو په موخه پرېکړه کړې چې مارکیټونه او بازارونه به د شپې په اتو بجو او هوټلونه او دودونو سالونونه به د شپې په لسو بجو تړل کېږي.
د اوړو ملونو د اتحادیې مشر حاجي اقبال مشال راډيو ته وویل، خیبر پښتونخوا چې په یوه ورځ اوړو ته څومره ضرورت لري، حکومت هغه دوی ته نه ورکوي.
دې ادارې له خلکو غوښتنه کړې چې داسې دې نه کوي ځکه چې په دې سره دوی ته اصلي پېښو ته په رسېدو کې ستونزې پيدا کيږي.
د پاکستان اقلیتونو د وزیراعظم شهباز شریف د دې څرګندونو هرکلی کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې د سیک مذهب سره تړاو لرونکی سرنجیت کور وايي، د وزیراعظم شهباز شریف څرګندونې ورته د منلو او قناعت وړ دي خو هغوی تمه لري چې دا خبرې عملي هم شي.
د خيبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزير کامران بنګش د ډېسېمبر پر نهمه د دې ادارې تر پرانیستلو وروسته مشال راډیو ته وویل چې سیمه د سخت دریځي فکر او رویو له کبله ډېره اغېزمنه شوې ده.
په راپور کې وړاندې راغلي، کمېشن د ۲۰۱۱ز کال له مارچ څخه د ۲۰۲۲ز کال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې له ۹،۰۰۰ څخه زیاتې داسې قضیې ترلاسه کړي دي چې پکې خلکو شکایت کړی چې خپلوان یې تری تم شوي دي.
انتخاباتي کمېشن په دې برخه کې د شناختي کارډونو او د وګړو د نوملیکنې له ملې ادارې یا نادرا په مرسته "په باجوړ، مومندو، اورکزیو، خیبر او کورمه کې سپېشل (ځانګړی) مهم (کیمپېن) پیل کړی دی. هلته د نادرا ګاډي کلي په کلي ګرځي او [هغه ښځې] چې شناختي کارډونه لري، ورته په کور کې شناختي کارډ جوړوي."
د ډېسېمبر پر پینځمه د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام د صوبې په ۸ ضلعو کې ماشومانو ته د پولیو وایرس ضد څاڅکو ورکولو پینځه ورځنۍ کيمپېن پیل کړ.
نور وښیئ