شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې او په ځانګړې توګه د وسله والو له خوا پر ولس او امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ روانه ده.
دا بنديز په ۱۹۸۴ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرل ضياالحق لګولی وو چې په ۱۹۹۲ز کال کې ورته سپريم کورټ قانوني شکل ورکړ.
سواتي د نومبر پر پینځمه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې دعوه وکړه چې کورنۍ ته یې یوه داسې ویډیو استول شوې ده چې پکې یې د بدنامۍ هڅه شوې ده. دی د خپلو خبرو پر مهال په ژړا شو او و یې ویل چې د ویډیو په اړه جزییات ځکه نه شي په ډاګه کولای چې د "هېواد لوڼه یې خبرې اوري."
د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل، د دې نرسانو تر ټولو لویه مسله د هاسټل کوټې د کرایې ده کومه چې د ده په وینا اوس هم کمه ده.
قاضي اطهر من الله د اکتوبر پر ۲۴مه د خان د نااهلۍ درخواست په اړه په اورېدنه کې وویل چې پر نوموړي په انتخاباتو کې د برخې اخیستو هېڅ بندیز نه شته او هغه یوازې په قامي اسمبلۍ کې د خپلې اوسنۍ څوکۍ لپاره نااهله شوی دی.
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د اوس لپاره دې احتجاجونه ختم کړي او د یو لوی احتجاج لپاره دې تیاری ونیسي.
انتخاباتي کمېشن په یو بیان کې ویلي، د رایې اچونې عمل د اکتوبر پر ۱۶مه سهار پر اتو بجو پیل شو او بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو.
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې په سوات کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې او د نوموړي په وينا د دې ذمه وار په مرکز کې د ايتلافي ګوندونو حکومت او استخباراتي ادارې دي.
د خیبر پښتونخوا تاجران په اسلام اباد کې د خپلو درول شویو کنټېنرو ژر واپسي غواړي خو حکومت وايي چې د اسلام اباد اوسېدونکو د خوندي ساتلو لپاره یې دغه ګامونه پورته کړې دي.
د خيبر پښتونخوا د خزانې او د صحت صوبايي وزير تيمور سليم جګړا د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله فېسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي چې د اکتوبر له درېیمې به ټولو ملازمینو ته تنخاګانې ورکول پیل کړي.
د پاکستان د ایین له مخې د سپریم کورټ د قاضیانو شمېره ۱۵ پکار وي خو دا مهال یوازې ۱۱ قاضیان کار کوي او نورې څوکۍ خالي دي.
د سېپټېمبر پر ۲۸مه غږیزه ټوټه تر هغې وروسته خپره شوې چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه او ۲۵مه نورې غږیزې ټوټې خپرې شوې چې په اړه یې ویل کېږي چې پکې د وزیراعظم شهباز شریف، د مسلم لیګ (ن) سیاستوالان او حکومتي چارواکو خبرې دي.
تر دې وړاندې هغو ماشومانو ته دا واکسین ورکول کېدل چې عمرونه یې لږ تر لږه ۱۲ کاله ول.
د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي چې عمران خان د خپلې جلسې تر څنګ له سېلاب ځپلو سره د همدردۍ لپاره ليدل غوښتل خو مظاهره کوونکو ويلي چې د عمران خان دوره سیاسي ده ځکه چې په سیمه کې ضمني انتخابات کېدونکي دي.
د اګست پر شپاړسمه شوې دې جرګې د ۱۱ نکتو په ترڅ کې د پاکستان له حکومته، د قبايلي سيمو واک د ملکي حکومت چارواکو ته سپارل، د أآډء:ّ کړل شويو کسانو عدالت ته حاضرول، د هدفي وژنو درول، د وسله والو د باج مخنیوی، او د علي وزير د خوشې کولو غوښتنې کړې دي.
د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر ايمل ولي خان ويلي چې هغوی دا "تېروتنه" کړې چې په صوبه کې يې د خپل حکومت پر مهال د بابړې د پېښې "سمې پلټنې" ونه کړې. نوموړي د اګست پر ۱۲مه وويل چې که بيا موقع په لاس ورغله نو د بابړې د پېښې "صحيح پلټنې" به کوي او د دې قضيې "فيصله" به کوي.
د بې نظیر انکم سپورټ یوه سروې ښکاره کوي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې څلور اعشاریه اووه میلیونه ماشومان سکولو ته نه ځي. د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره حکومت یو تازه قدم اخیستی دی.
د چارسدې د پولیسو د پلټنې څانګې مشر سجاد خان د جولای په ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل، د اېف ايي ار له درج کېدو وروسته هغوی د ماشومې د مور او پلار په ګډون له لسګونو کسانو نه پوښتنې ـ ګروېږنې وکړې او اخر په دې نتیجه ورسېدل چې د ماشومې قاتل د هغې پلار عبید الله دی.
د پېښور د فقیر اباد تاڼې چارواکو ویلي دي چې د پېښې له ځایه یې شواهد ترلاسه کړي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.
نور وښیئ