د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي که حکومت اقتصادي بحران هوارولای شي نو تر اکتوبره به انتخاباتو ته انتظار وکړي


عمران خان له مودې راهیسې د انتخاباتو په اړه پر حکومت د فشار لپاره غونډې او احتجاجونه کوي - د مارچ ۲۵مې انځور.
عمران خان له مودې راهیسې د انتخاباتو په اړه پر حکومت د فشار لپاره غونډې او احتجاجونه کوي - د مارچ ۲۵مې انځور.

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي، که له حکومت سره له اوسني اقتصادي او مالي بحرانه د وتو لاره وي نو دی تر اکتوبره انتخاباتو ته انتظار کولای شي.

نوموړي د اپرېل پر څلورمه په لاهور کې له کوره پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل، په پاکستان کې د انفلېشن (افراط زر) سطح ۳۶ فیصده ته رسېدلې چې له کبله یې ګراني په بېساري توګه زیاته شوې ده او که اېسټیبلېشمنټ او حکومت له اقتصادي او مالي بحرانه د وتلو لاره لري، نو دی انتخاباتو ته انتظار کولای شي. "زه به درسره تر اکتوبره انتخاباتو ته انتظار وکړم، خو چې له تاسې سره نن پیسې نه شته نو په اکتوبر کې به یې له کومه کړئ؟"

په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح اکثر د هغه هېواد امنیتي ادارې لپاره استعمالېږي. پوځ د خان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکمنۍ له لیرې کېدو راهیسې تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو لپاره احتجاجونه او غونډې کړې دي.

وفاقي اېتلافي حکومت د نوموړي د وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې انتخابات سږ کال په اکتوبر کې پر خپل ټاکلي وخت کوي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي. د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

خو حکومت ټینګار کوي چې د اقتصادي مشکلاتو هواري ته یې دوام ورکړی دی او په دې برخه کې یې له ای اېم اېف سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د اپرېل پر څلورمه په وینا کې زیاته کړه چې "ګومان لري" چې حکومت به په پنجاب کې د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ فیصله و نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر څلورمه د پاکستان سپریم کورټ تر اکتوبره په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه رد کړه.

ټاکل شوی وه چې د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د اپرېل پر ۳۰مه وشي خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله ټاکنې د اکتوبر تر اتمې ځنډوي. کمېشن داراز د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې هم د اکتوبر پر اتمه نېټه کوي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

د سپریم کورټ پرېکړه

د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزې جرګګۍ په خپله فیصله کې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن اقدام غیر اییني وباله او و یې ویل چې هغې ادارې "خپل واک ناسم کارولی" دی.

د سپریم کورټ جرګګۍ امر کړی دی چې د پنجاب اسمبلۍ لپاره دې د ۲۰۲۳ز کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه انتخابات وشي او په خيبر پښتونخوا کې د صوبايي انتخاباتو کولو لپاره درخواست ورکوونکي عدالت ته تللی شي.

سپریم کورټ په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د صوبايي انتخاباتو امر وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:00 0:00

په همدې حال کې تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخاباتو ځنډېدو پرېکړې پرضد سپریم کورټ ته ځي. د هغه ګوند یو مخکښ سیاستوال شوکت یوسفزي د اپرېل پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو کلونو کې په ناامنۍ سربېره په خیبر پښتونخوا کې انتخابات شوي دي نو ځکه د امنیتي وضعې پر سر د ټاکنو ځنډول مناسب نه دي.

د پاکستان له اساسي قانون يا ايين سره سم، د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات ترسره شي. له دې سره سم، په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو لپاره د انتخاباتو کولو اییني‌ موده د اپرېل پر ۱۷مه پای ته رسېږي.

د پاکستان سپریم کورټ تر دې مخکې د مارچ پر لومړۍ نېټه پرېکړه کړې وه چې په ۹۰ ورځو کې دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلیو لپاره انتخابات وشي.

د پرېکړې په اړه غبرګونونه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ فیصلې ته په اشاره ويلي چې ورسره "د عدل او انصاف قتل" شوی دی.

نوموړي د سې شنبې (نهې) پر ورځ د پارلېمان د دواړو جرګو - قامي اسمبلۍ او سېنېټ - ګډې غونډې ته په وینا کې وویل چې د اپرېل پر څلورمه د پيپلز ګوند د بنسټګر او د هغه هېواد د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو تلين وو چې په ۱۹۷۹ز کال کې پر هم هغه ورځ د سپريم کورټ د پرېکړې پر اساس په دار ځړول شوی وو. "دا څنګه د تاریخ جبر دی چې د اپرېل څلورمه ده او هم نن ورځ د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو عدالتي قتل وشو او هم نن د اپرېل پر څلورمه نېټه د انتخاباتو په حواله، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې کومې کاروايانې وشوې، نو نن د اپرېل پر څلورمه يو ځل بیا د عدل او انصاف قتل وشو چې زه يې بشپړه غندنه کوم."

د پاکستان د قانون وزير تر عدالتي پرېکړې وروسته ويلي چې هغه د سپريم کورټ "د درې کسيزه جرګګۍ" پر پرېکړه "خپګان او افسوس" کوي. اعظم نذير تارړ د اپرېل پر څلورمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې درې کسيزه جرګګۍ د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او د وکيلانو اتحاديو له خوا د انتخاباتو ځنډولو پر غوښتنو سربېره "خپله پرېکړه" واوروله.

خو مخالفه ګوند تحریک انصاف د سپریم کورټ د فیصلې هرکلی وکړ او هغه یې د "ایین بریا" وبلله.

د پخواني وزیراع‍ظم عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د ټاکنو کمېشن پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې سپریم کورټ ته درخواست ورکړی وو. سترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د هغې قضیې د لویې جرګګۍ پر ماتېدو سربېره اورېدنو ته دوام ورکړی وو.

مشر قاضي عمر عطا بندیال په وفاقي حکومت کې د شریکو ګوندونو دا غوښتنه رد کړې وه چې د هغې قضیې اورېدنې لپاره دې د سپریم کورټ د ټولو قاضیانو جرګګۍ جوړه شي.

XS
SM
MD
LG