شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د پېښور اوسېدونکی خضر حیات اته کلن وو چې په یوه پېښه کې یې لاس غوڅ شو. دی وايي، پر دې سربېره یې نه غوښتل چې پر کورنۍ بار (بوج) شي نو ځکه مزدوري کوي. هغه چېنګچي چلوي او د سریو (سیخانو) د ماتولو سخت کار کوي. نور په لنډ ویډیويي رپورټ کې.
له کله نه چې د پاکستان پوځ د باجوړ په ۱۶ کلیو کې د عملیاتو خبرداری ورکړی دی، د سیمې یو شمېر خلک د سر او مال د خوندي ساتلو په موخه نورو ځایونو ته کډې وړي.
د باجوړ جرګه وايي، د حکومتي او وسلوالو ترمینځ یې دوه ورځنی اوربند کړی دی. د جرګې غړي او د سوداګرو د ټولنې مشر واجد علي شاه د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دواړه لوري سلا شوي دي چې د اګست پر څلورمه او پینځمه به پر یو بل حملې نه کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د باجوړ مشران هڅه کوي په هغه سیمه کې فعال وسلوال طالبان دې ته اماده کړي چې یاده سیمه دې پرېږدي.
د باجوړ په بادسیا سیمه کې یوې جرګې ویلي دي چې له طالب وسلوالو سره خپله خبرې کوي او ورڅخه غواړي چې سیمه دې پرېږدي ځکه چې د هغوی او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اوړي. د اګست پر لومړۍ جرګې ته ګڼ خلک او ولسي مشران ورغلي ول. ویډيويي رپورټ.
د باجوړ پولیس وايي، په سیمه کې د جولای له ۲۹مې راهیسې د وسلوالو پر ضد په پیل شویو عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي او تر پینځو زیات ژوبل دي.
د باجوړ د مرستیال کمېشنر له دفتره د جولای پر ۲۹مه په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا عملیات دم ګړۍ ته د درو ورځو لپاره دي، د جولای پر ۲۹مه پیل شوي او د جولای تر ۳۱مې به دوام کوي
د یوشمېر نورو قبایلي ضلعو په څېر د مومندو په شاوخوا ۷۰ فیصده ځایونو کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ کار نه کوي او په ځینو تحصیلونو کې خو ان د ټېلېفون کولو لپاره هم شبکه (نېټورک) نه شته. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، د انټرنېټ کارولو لپاره غرونو ته خېژي او د نورو ضلعو له شبکو ګټه اخلي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د جولای پر ۱۸مه، د مومندو په میامنډیۍ او د کورمې په صده کې د امن پاڅونونه وشول.
په ابازو کې د امونو یو لوی باغ دی چې په ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې اباد دی. دغلته د څو قسمه امونو ونې دي چې هر کال په جولای میاشت کې یې حاصل تیار وي.
په باجوړ کې د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو او فعالانو له حکومته غوښتي دي چې هلته دې امن پر ځای کړي او د هدفي وژنو مخه دې ونیسي. د جولای پر ۱۳مه د "امن پاڅون"په نوم غونډې ته زرګونه خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال او پخواني سېنېټر مولانا عبدالرشید د پاڅون ګډونوالو ته وویل، پرېکړه یې کړې چې د "باجوړ پر خاوره هېڅ جنګ او ټوپک نه مني او نه د عسکري اپرېشن (عملیاتو) منلو ته تیار" دي.
باجوړ اېکشن کمېټۍ د جولای پر ۱۱مه وویل، پاڅون به کېږي او خامخا به کېږي. په دغه کمېټۍ کې سیاسي او ټولنیز تنطیمونه، د ځوانانو تنظیمونه، حق غوښتونکې ډلې، د کاروباریانو اتحادیې او عام ولس شامل دي.
عوامي نیشنل ګوند وايي، د خپل مخکښ سیاستوال مولانا خانزېب د وژنې مقدمه د دولت (ریاست) پر وړاندې دایروي. په باجوړ کې د ګوند د ضلعي سېکرټر مرستیال سید صدیق اکبر د جولای پر ۱۱مه د مولانا خانزېب جنازې پر مهال مشال راډیو ته وویل چې ریاست د خلکو د ساتنې مسوول دی. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په باجوړ کې ځايي خبریال بلال یاسر پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د شېرزاده د جنازې لمونځ د جولای پر ۱۱مه سهار مهال وشو. نوموړي د جنازې د لمانځه انځورونه هم خپاره کړي چې پکې ګڼ خلک ښکاري.
مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.
روسیې د جولای پر درېیمه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندلو. شنونکي وايي، له هغې وروسته اسلام اباد هڅه کوي د کابل د اوسنیو واکمنو سره اړیکې ښې کړي.
د پاکستان دولتي ټېلېوېژن، د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او نورو رسنیو د جولای پر دویمه د اېن ډي اېم اې په حواله ویلي دي چې په وژل شویو کې ۲۳ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول چې پکې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.
د اسماعیل جنازه د جولای پر دویمه ماخوستن مهال په بریکوټ کې وشوه چې ورته د سوات ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) سلیم جان، د پولیسو مشر او نور سرکاري چارواکي او ځايي وګړي ورغلي ول.
روغتیايي چارواکي وايي، ټول وژل شوي او ژوبل کسان د باجوړ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي. دوی وايي، په ژوبلو کې د ځینو وضعیت خراب دی.
نور وښیئ