د باجوړ اوسېدونکو او دوکاندارانو ګرځبندیز مات کړی دی
د باجوړ خلکو په خپله سیمه کې لګېدلی ګرځبندیز (کرفیو) مات کړی دی او بازارونه یې پرانیستي دي. دا تر هغې وروسته ده چې ضلعي انتظامیې د اګست پر ۱۰مه شپې ناوخته په بیان کې په لوی ماموندو کې درې ورځنی او د باجوړ پر ځینو مهمو سړکونو یو ورځنی ګرځبندیز ولګاوه او خلکو ته یې په کورونو کې د پاتې کېدو امر وکړ. انتظامیې وویل، کرفیو یې د مشکوکو وسلوالو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له وجې لګولې. خو د باجوړ دوکانداران وايي، د عملیاتو له وجې یې د بې کوره شویو او نورو وګړو د اړتیاوو پوره کولو لپاره بازار بیا پرانیستی دی. انتظامیې لا د خلکو د دې اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي. ویډيويي رپورټ.