شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
د مومندو پوليس د مې له ۱۸مې څخه په هړتال وو او غوښتنه يې کوله چې د دوی هغه ۱۰۰ غړي چې له مومندو د خيبر پښتونخوا چارسدې، صوابۍ، نوښار او ځينو نورو ضلعو ته بدل شوي، بايد بېرته مومندو ته ولېږدول شي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د مې میاشتې پر اتمه د انتخاباتو په قانون کې په دوه مادو کې ترمیم نافذ کړ چې اولنی ترمیم د الېکشن ایکټ ۲۰۱۷ز په ۹۴ ماده کې تر لومړي شق لاندې بهر مېشتو پاکستانیانو ته په راتلونکو ټولټاکنو کې د ووټ اچولو حق ورکوي.
دوی وايي، د ښځو او نارینو ووټونه ځکه کم دي چې په ډېرو ځایونو کې شناختي کارډونه نه جوړوي او یا د شناختي کارډونو جوړولو ادارې کمی دی.
د اپرېل پر ۲۳مه عدالت په خپله پرېکړه کې ویلي، د جایدادونو د خرڅولو له لارې چې کومې پیسې تر لاسه شي هغه دې په قامي خزانه کې جمع کړل شي.
له شهدا پیکېج سره سم، حکومت د وژلیو سرتېرو کورنیو ته تر درې میلیونه پورې روپۍ ورکوي او د کورنۍ یو غړی یې په پولیسو کې ګوماري.
شیخ رسید ویلي حکومت به نن په قامي اسمبلۍ کې د فرانس د سفیر له هېواده د اېستلو لپاره قرارداد راوړي او تحریک لبیک به په ټول ملک او په خاصه توګه د مسجد رحمت اللعالمین سره چې کومی دهرنی یا پرلتونه دي
شیخ رشید پر خپله ټویټر پاڼه په خپل بیان کې ویلي چې دغه مذاکرات د پنجاب صوبایي حکومت کړي دي. دی وايي، تحریک لبیک ۱۹۲ ځایونه تړلي ول چې په هغوی کې د اتوار په ورځ (۱۸م اپرېل) حکومت ۱۹۱ ځایونه خلاص کړي دي.
حمید الله خان د پېښور پوهنتون زده کوونکی دی، د ګل ورځې احتجاج پر مهال یې وویل، نهه میاشتی وشوې چې آنلاین کلاس (زده کړې) یې نه دي اخیستې:
میا افتخار حسېن زیاته کړې چې د هم دې احساناتو په بدل کې یې په سېنېټ کې د اپوزېشن د مشرۍ لپاره د پپلز ګوند د غړي یوسف رضا ګیلاني په حق کې رایه ورکړې ده
د باجوړ مرستيال کمشنر فضل الرحیم د مارچ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، دغه اېف اېم چینلونه د پېمرا نه لايسنس اخيستو پرته په غیرقانوني توګه پرانېستل شوي ول.
د بره مومندو حاجي عصمت الله مشال ریډیو ته ویلي ول، تر پوځي عملیاتو وړاندې لاره خلاصه وه او د دوی ډېر لوی کاروبار پر روان وو.
د شاه زیب پلار خیال اکبر وايي، چې د ده د زوی د مرګ دې پوره پوره پلټنې وشي او زمه وارو ته دې سزا ورکړل شي.
د نه پرېښودو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي، په لنډو ورځو کې به د غورځنګ د مومندو له څانګې سره په مشوره یو وار بیا ورځي.
د حکومت په دې اعلان په کاګان کډوالو کېمپ کې د یوه ښوونځي استاد عبدالواحد چې په خپله هم کډوال دی وايي، دا ډېره ښه فیصله ده. په دې سره اوس دوی کولی شي لکه د پاکستاني شناختي کارډو لرونکېو غوندې ځینې سهولتونه واخلي.
نور وښیئ