د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګورڅل لارې خلاصولو لپاره به له افغان حکومت سره غږېږو: ساجد مومند


د موندو سیمه
د موندو سیمه

د مومندو نه د قامی اسمبلۍ غړی ساجد مومند وايي، په لنډو ورځو کې به افغانستان ته ځي چې هلته له چارواکو سره د مومندو-جلال اباد ترمنځ د ګورڅل (ګورسل) لارې د پرانستلو او سوداګرو ته د امنیت په باب ورسره خبرې وکړي.

نوموړي د مارچ په ۲۴مه نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د مومندو د غیبي خوړ حلمیزو نه تر ډیورنډ کرښې پورې پر ۴۰ کلومیټره سړک باندې هم د بیارغونې او پراخېدو کار روان دی او ژر به بشپړ شي.

د مومندو ولس بیا بیا غوښتنه کړې چې د ګورڅل لار دې د سوداګرۍ لپاره خلاصه کړل شي.

څو ورځې وړاندې د بره مومندو حاجي عصمت الله مشال ریډیو ته ویلي ول، تر پوځي عملیاتو وړاندې لاره خلاصه وه او د دوی ډېر لوی کاروبار پر روان وو.

[دا لار زموږ لپاره د روزګار په حواله لکه د لندن او دوبۍ په شان وه، زموږ ژوند د دې لارې له وجې ښه شوی وو. موږ به افغانستان ته سره وړله، چوکر به مو وړلو، سنګ مرمر او هر شی به مو وړلو، ډېر ګاډي مالونه به مو روزانه (جلال اباد) ته لېږل، دا خو بین الاقوام‍ی لاره وه، میان منډۍ (مومندو) داسې وه لکه د جمرود کارخانو (مارکېټ)، د لارو د بندښت وروستو سرمایه داران پنجاب ته او نورو ځایونو ته ولاړل، ګنې له هغوی سره به تر سلو پورې کسان پر روزګار وو، کشمیر ته به زموږ خلک په چکر هم نه ورتلل، خو نن وختونه زموږ په زرګونو خلک کشمیر ته مزدورۍ له تللي دي.]

پر دغه لاره په وروستي وار په دوه زره او یوولسم (۲۰۱۱) کې له مومندو نه جلال اباد ته ځینې لاریو سامان وړی وو، خو هم په دغه کال وسله والو د ځینو مومندوالو لارۍ سوځولې وې چې وروسته پر ګورڅل کاروبار او سوداګریزه تګ راتګ وتړل شو.

له مومندو د عوامی نیشنل پارټۍ مشر او د صوبایی اسمبلۍ غړي نثار مومند په مشرۍ پنځه واره د ګورڅل لارې پرانیستو لپاره مظاهری شوي دي.

دوی غوښتنه کوي چې لکه د تورخم او چمن په شان دې دغه لاره نه یواځې د کاروبار لپاره بلکې د راشه درشه لپاره دې هم پرانیستل شي.

نثار مومند وايي، دوی د ګورڅل په ګډون افغانستان ته وتلې ټولې لارې خلاصېدل غواړي. دی زیاتوي پر دې هېڅ اعتراض نه شته چې د پنجاب لاره هند ته ولې پرانیستلې ده، ایران ته وتلې لاره ولې خلاصه ده.

دی زیاتوي: (موږ غواړو چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره دې د تجارت لارې خلاصې وي او دلته خو زموږ پټي (زمکې) خپلولۍ او هر څه شریک هم دي.)

د غلنۍ اوسیدونکې ضیا الرحمان په یوسف خېلو کې خپل لوی دکان وو، نن وختونه رکشه چلوي. دی وايي،له مومندو څخه افغانستانه ته د وتلي لاری تر بندښت وروستو یی دکان ختم شو، ځکه سوداګانې نه راځي، نو خریدار هم نه راځي.

(دکان کې مې د لکونو روپیو سودا وه، ترهه ګري شروع شوه، او بله دا چې له افغانستانه به هم مالونه راتلل، او پاکستان هم ښه وو، نو بس چې څه راسره وو هر څه ختم شو. اوس خپلی چنګ چۍ(موټرسایکل رکشه) چلوم، هغه وختونو کې به له جلال اباده لوی او واړه ګاډي له سامانونو ډک راتلل، او ګنداو (مومندو) کې به خالي کېدل، ډېر روزګار او مزدورۍ ورسره روانې وې.)


د مارچ په څلوریشتمه د ډپټی کمشنر مومندو دفتر سره د رابطی په وخت هم د کمشنرۍ چارواکو وویل چې د لارو پرانیستل د حکومت په واک اختیار کې دي، دوی خو پری خبره نه شي کولای البته د دوی د معلوماتو تر مخه، د ګورسل یا تر ګوڅړۍ کنډو پورې لاره خوندي ده خو پورې غاړه بیا د دوی د رپورټونو ترمخه وسله وال دي، او که لاره خلاصه هم شي، کاروباریانو ته به د وسله والو لخوا مشکلات وي.

ساجد مومند مشال ریډیو ته وویل، دوی هم غواړي دغه لاره خلاصه شي، ځکه چې خلک به ورسره په روزګار شی او بله دا چې د سرحدي سیمو نه کډوال شوي خلک به واپس کورونو ته ستانه شي.

(د راروان اختر نه پس زموږ د سپیکر(اسد قیصر) په مشرۍ کې یو پلاوی افغانستان ته ځو، موږ به د افغانستان له حکومت سره هم خبره کوو چې موږ له دې اړخه هر څه برابر کړي، خو باید هغوی هم هغه اړخ ته سړک جوړ کړي، امن او امان وضع ښه کول، دا کار د افغانستان حکومت دی. ( که لاره خلاصیږي) نو دلته به د پاکستان ټولې ادارې لکه امیګریشن، کسټم او نوری به هم ورسره ګورڅل ته راځي، نو هله به دا لار خلاصېږي، داسې به نه وي، لکه د پخوا په شان.)
هم دا شان له ډېرو ورځو راهیسې د باجوړ سرحدی پوله غاښي درې او نوا درې د دروازو پرانیستلو لپاره هم د عوامي نیشنل ګوند په شمول عمومی کاروباریانو غوښتنې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG