شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
دا خبرې د وفاقي حکومت د بشری حقونو وزیرې شیرین مزاري د اردو ژبې ووبپاڼې (نیا دور) سره کړی.
د خارجه چارو وزارت ویاند ذاهد حفیظ د فبرورۍ پر ۱۲مه، په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډه ته وویل، د اېف اې ټي اېف لخوا پاکستان ته په ورکړل شوي پلان کې یې په ۲۷ کې ۲۱ کارونه سر ته رسولي دي او پر نورو شپږو خبرو هم کار روان دی.
دا په هغه یو سل دېرش سکولونو کې شامل سکولونه دي، چې له تېرو دولسو کالونو راهیسې وسله والو په بېلا بېلو وختونو کې په باروتو ړنګ ړنګولي ول.
جرګې ویلي که کومې نجلۍ یا مېرمنې له دې پرېکړې سرغړونه وکړه نو کورنۍ به یې ۱۰ زره روپۍ جریمه کېږي.
نوموړي د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل دوی غوښتل په قانون کې دا خبره ورزیاته شي چې څوک د خلکو په لادرکه کولو کې لاس لري، هغه ته دې عمر قېد سزا ورکړل شي:"دا بيل د لادرکه کسانو د موندلو او په راتلونکې کې په زور د خلکو د غېبولو د مخنيوي لپاره وو. دا د هغو ادارو ضد بيل وو چې په دې کار کې لاس لري."
د دې بقایا پیسو لویه برخه تر دا مهاله یوازې د قانون او کاغذ پر مخ ده او تر اوسه د خیبر پښتونخوا هېڅ یو حکومت نه دی توانېدلی چې له وفاقي حکومته خپلې پیسې واخلي.
په ویډیو کې ښکاري چې سید عالم مسید دوایانی ورواخلي او ورسره روان شي. او د پولیسو ګاډي ته تر ختو وړاندې خپل زوی په خبرو کې وايي، پښتانه باید له امن څخه کار واخلي او د خپلو حقونو لپاره کار وکړي.
د لاهور په رایونډ کې شوې دې غونډه کې په پاکستان جمهوري تحریک کې د شاملو ټولو لویواپوزېشن ګوندونو مشرانو او استازو ګډون درلود.
سرکاري رسنۍ د پاکستان انټرنیشنل ایېرلاینز (پي ای اې) په حواله وايي، حکومت دغه ګام د کورونا وایرس دویمې څپې مخنیوي لپاره اخېستی دی.
په باجوړ کې د خلوزو خيرښېګړې کمیټې مشران وایي دوی د خلکو ترمنځ د پيوستون او يووالي زیاتولو لپاره د بی وسه او ضرورتمندو سره مرستی کوي. په دې کمېټه کې راغونډ ټول کسان رضا کاران دي.
د دسمبر پر نهمه د دې اقتصادي زون اړوند د کارخانو او کاروبارونو د پرانستو پرمهال نوموړي کاروباریانو ته د پلاټونو او کارخانو لپاره د ځمکو پټې هم ووېشلې.
له باجوړه سماجي کارکونکی او د ځونانو جرګې یو مشر سید صدیق اکبر مشال راډیو ته وویل، چې د تعلیم او صحت په ګډون له نورو یو شمېر بنیادي حقونو څخه بې برخې دي.
د ډېسېمبر پنځمه د رضاکارو د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګري ملتونه وايي، رضاکارو د ولسونو په بیدارۍ او د خوراکي او غیر خوراکي توکیو اړمنو کسانو ته په رسولو کې مهم رول لوبولی دی. په دغو رضاکارو کې د مومندو نور نواب هم شامل دی چې له ډېرو کلونو راهېسې رضاکارانه خدمتونه کوي. موږ پرې ویډیويي راپو
د خېبرپښتونخوا په مومندو ضلعه کې رخسانه مومند وياړي چې يوازينۍ ښځينه وکيله ده. هغه غواړي ښځې پوهه کړيچې عدالتونو ته په ورتګ سره یې ډير حقونه تر لاسه کیدلی شي.
د پيښور ښار انتظامیې په بيان کې د خيبر پښتونخوا حکومت د نومبر دوهمې بيان حواله هم ورکړې چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره دې له ولسي غونډو ډډه وکړل شي.
عوامي نیشنل ګوند له حکومته غوښتي چې د مومندو او ننګرهار ترمنځ دې د ګورسل لار د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره پرانیزي. د ګوند سیاستوالانو، غړو، ملاتړیو او د سیمې اوسېدونکو د نومبر پر ۱۰مه له غلنۍ څخه د ډېورنډ تر کرښې احتجاجي لاریون وکړ. د پاکستان حکومت په بیا بیا د دې لارې د بیا پرانیستو ژمنه کړې خو وايي
د قامي جرګې مشرانو ویلي چې ولس یې هلته له ورغځېدلي پاکستان قانون سره نابلده دی او بل د خپلو وړو وړو لانجو په هوارولو یې ډېرې پیسې لګېږي نو د دې لپاره یې یوه جرګه وکړه چې هره قبیله لومړۍ خپلې لانجې په خپله هوارې کړي او که ونشو نو د پینځو قبیلو ګومارلې جرګګۍ به ورځي.
د خيبر پښتونخوا په مومندو کې باغوانان وايي چې د سرو املوکو په باغونو کې يې شوکه پيل کړې ده. د دوی په وينا دغه ميوه يې د ښه موسم په وجه مرضونه نه کوي نو خوږوالی يې زيات وي او بيعه يې هم زياته وي. په مومندو کې د سرو املوکو شاوخوا ۱۰۰ باغونه دي چې په هر باغ کې تر ۱۰ زيات کاريګر کار کوي.
په ګلګت بلتستان کې د قانون سازی اسمبلۍ انتخابات د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر ۱۵مه ترسره کېږي. په دې سیمه کې اووه نیم لاکه وګړي د رایې ورکولو جوګه دي.
نور وښیئ