د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان مېشتو افغان کډوالو ته سمارټ کارډ ورکول کېږي


د یو اېن اېچ سي ار لخوا مشال راډیو ته د ورلېږلیو معلوماتو ترمخه، د سمارټ کارډونو ورکولو مقصد د افغان کډوالو ژوند او کاروبار ته وده ورکول دي.
د یو اېن اېچ سي ار لخوا مشال راډیو ته د ورلېږلیو معلوماتو ترمخه، د سمارټ کارډونو ورکولو مقصد د افغان کډوالو ژوند او کاروبار ته وده ورکول دي.

پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د راتلونکې اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې نوي سمارټ کارډونه ورکول پیلوي.

د افغان کمشنریټ، د سیفران وزارت، نادرا محکمه او د مهاجرینو لپاره د اقوام متحده د ادارې یو اېن اېچ سي ار په مرسته به د نویو کارډونو موده شپږ میاشتې وي او هر هغه کډوال چې د دوه زره پنځلسم د دیسېمبر تر ۳۱مې نېټې پورې ورسره د افغان کډوال رجسټریشن کاغذونه ول، هم هغوی ته به نوي او کمپیوټرایزډ سمارټ کارډونه ورکول کېږي.

د یو اېن اېچ سي ار لخوا مشال راډیو ته د ورلېږلیو معلوماتو ترمخه، د سمارټ کارډونو ورکولو مقصد د افغان کډوالو ژوند او کاروبار ته وده ورکول دي.

د حکومت په دې اعلان په کاګان کډوالو کېمپ کې د یوه ښوونځي استاد عبدالواحد چې په خپله هم کډوال دی وايي، دا ډېره ښه فیصله ده. په دې سره اوس دوی کولی شي لکه د پاکستاني شناختي کارډو لرونکېو غوندې ځینې سهولتونه واخلي.

د ده په خبره اوس به ورته په پوهنځیو او پوهنتونونو کې د داخلې اخیستو، په بانکونو کې کاتو/اکاونټونو خلاصولو او د موبایل سیم کارډ اخېستو ستونزې راکمې شي.

سمارټ کارډ د پاکستان د نادرا محکمی لخوا په پخواني شناختی کارډ کې د لږ ترمیم وروستو په کال دوه زره دیارلسم او څوارلسم کې شروع شوي وو، او نن وختونه خلک د عام شناختي کارډ پرځای سمارټ کارډ جوړولو ته زیاته توجه ورکوي. سمارټ کارډ کې د یو چا د کورنۍ روزګارونه او ورسره تړلې چارې هم لیکل شوې وي نو د نادرا محکمی لخوا ویل شوي چې په دغه کارډ کې د پخواني شناختی کارډ پرځای ډېر سهولتونه وي.

د یو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې ویاند قیصر خان اپرېدی وايي،هر کډوال ۲۰۱۵ز کال تر ۳۱م ډیسېمبر په پاکستان کې د کډوال په توګه راجسټر وو کولی شي نوي سمارټ کارډ واخلي. حکومت او اړونده ادارو ورله په پاکستان کې د سهولت ۴۰ مرکزونه جوړ کړي دي. دوی به دې مرکزونو ته ټیلیفون وکړي، دغه شمېربه د مارچ پر ۱۵مه خپرې شي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

نوموړی وايي، دوی به مرکز ته د ورتګ وخت ټاکي، او ورته به د مرکز لخوا یو نمبر ورکول کېږي، چی دوی به په یوه مقرره ورځ مرکز ته ورځي او په موبایلفون باندې هم د معلوماتو یو پیغام ورځي، او هغه پیغام کې به د دوی نوم، رجسټریشن نمبر او د نادرا رجسټریشن مرکز پته به هم پکې لیکل شوې وي.

قیصر خان اپرېدی وايي، د سمارټ کارډ په دې عمل کې به د کډوالو هنرونه، د دوی تعلیم، سماجی او اقتصادی ژوند، او د ګټې وټې سرچینو معلومات هم لیکل کېږي.

مشال ریډیو ته د یو اېن اېچ سي ار د رالېږلو مالوماتو له مخې په پاکستان کې څوارلس لکه افغان کډوال ژوند کوي، او دوی ټول سمارټ کارډونه اخیستلای شي.

XS
SM
MD
LG