د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان مېشتو افغان کډوالو ته کورونا واکسین لګېږي


په پاکستان کې مېشت افغان کډوال. ارشیف- انځور
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال. ارشیف- انځور

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د واکسینولو ګام هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا د کورونا وایرس کنټرول لپاره مثبت قدم دی، ځکه کورونا په هېچا کې فرق نه کوي، چې دا کډوال دی او که ځايي تن دی.

یو اېن اېچ سي ار د مې میاشتې پر څلورمه نېټه په بیان کې ویلي یو شمېر رجسټر کډوالو ته واکسین لګېدلي دي.

هر هغه کډوال چې د ۲۰۱۵ز کال د ډېسېمبر تر ۳۱مې پورې رجسټرډ وو، واکسین لګېږي.
قیصر خان اپرېدی

په پاکستان کې د یو اېن اېچ سي ار ترجمان قیصر خان اپرېدی وایي، هر هغه کډوال چې د ۲۰۱۵ز کال د ډېسېمبر تر ۳۱مې پورې رجسټرډ وو، واکسین لګېږي.

ده وویل، ځینې داسې کډوال دي چې هغوی خپل رجسټریشن کړی دی او ځینې داسې سیمې هم شته لکه پېښور او نور چې هلته کډوالو واکسین لګولی هم دی.

اپرېدی زیاتوي، "موږ (یو اېن اېچ سي ار) به له حکومت سره د بیدارۍ مهم هم شروع کوو او کډوالو ته به وایو چې تاسو [واکسین لګولو له] راشئ او حکومت به هم له خپله طریقو سره دغه کډوال پوهوي چې دوی ورشي او د واکسینو په دې پروګرام کې شامل شي."

دی وویل: "لکه د پاکستانیانو غوندې به هر کډوال واکسینېږي. طریقه کار یې د یو اېن اېچ سي آر داسې دی چې هر کډوال دی خپل رجسټریشن نمبر په خپل یا د یوچا په موبایل فون یولس شپږ شپیته (۱۱۶۶) نمبر ته ولېږي، ورته به یو پیغام ورشي چې پکې لیکلي به وی چې دی رجسټرډ شو او ورته به وروستو یو بل پیغام ورشي چې په هغه کې به یې ورته د څلورو هندسو یو کوډ ورکړل شوی وی. په دغه پیغام کې به یې ورته نېټه ټاکلې وي، او د واکسین لګولو مرکز به هم پکې لیکل شوی وی، دوی مانا کډوال کولی شي په مقرره نېټه هم ټاکلي مرکز لکه روغتون ته ورشي او د خپل واکسین کوډ نمبر له ځان سره یوسي."


د مومندو په مېچنۍ کې مېشت افغان کډوال سلیم خان لقمانی هم دوی ته د کورونا وکسین د لګولو هرکلی کړی او ویلي یې دي، ډېری کډوال دومره پیسې نه لري چې دغه واکسین ځان له په پیسو واخلي خو اوس چې ورته وړیا لګول کېږي، نو دا به د کډوالو ژوند له کورونا خوندي کړي.

دی وایي، هم نن لکه د مې پر پینځمه نېټه دې دوی خپلځانونه د کورونا واکسین لپاره رجسټرډ کړي.

د یو اېن اېچ سي آر د خبرپاڼې ترمخه دغه ایجنسۍ د پاکستان او له کډوالو سره همدردي لري او دوی به ورسره مرستې جاري ساتي.

د قیصر خان اپرېدي په وینا چې واکسین به هر هغه کډوال ته لګول کېږي چې د ۲۰۱۵ز کال د ډېسېمبر تر ۳۱مې پورې شوی وو او ورسره رجسټریشن کارډ موجود وي.

دی وایي، په پاکستان کې ۱۴ لکه افغان کډوال رجسټرډ دي.

XS
SM
MD
LG