د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ انتظاميې څلور ايف ايم راډيو چېنلونه بند کړي دي 


په باجوړ کې یوه تړل شوې راډیو
په باجوړ کې یوه تړل شوې راډیو

د باجوړ چارواکي‌وايي‌هغه څلور راډيو سټېشنونه یې تړلي‌چې په غيرقانوني‌ ډول یې خپرونې کولې.

د دې ضلعې مرستيال کمشنر فضل الرحیم د مارچ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې دغه اېف اېم چینلونه د پاکستان د اليکټرانيک رسنيوو (پېمرا) څخه لایسنس نه وو اخیستی نو ځکه یې بندې کړي.

نوموړي وايي: "په دغه چینلونو کې ايف ايم شمال راډیو، ایف ایم راډیو امن، په مدرسه تحفظ القران او په جامعه صنعاویه کې چلیدونکې راډيو چینلونه شامل دي."

په تړل شویو چینلونو کې د یو مالک له سیمې د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پيپلز ګوند مخکښ، اخونزاده چټان دی. نوموړي وايي هغه د خپلې راډيو لپاره له حکومته اجازه اخیستې وو. " په ۲۰۱۲ کال کې مې د فاټا سیکرټریټ، ګورنر خیبر پښتونخوا او پوځي چارواکیو د چینل د چلولو اجازت اخېستی وو."

د پاکستان اليکټرانيک رسنيو د څار ادارې (پيمرا) نه د لایسنس یا اجازت بغیر راډیو یا ټي وي چينل چلول ناقانونه وي. دا اداره تر دې واک لري چې کوم چينل د دوی د ليکلو اصولو خلاف خپرونه وکړي، هم بندولی یې شي.

د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې د مومندو باجوړ یوې جرګې هم د ايف ايم راډیوګانو ضد وینا کړې وه او ويلي‌یې وو چې دې چېنلونو ته بايد ښځې فون ونه کړي. د دغه جرګې مشر سعید الرحمان مشال رادیو ته د مارچ په ۳۱مه وويل: "دې راډیو چینلونو داسې پروګرامونه ترتیب کړي چې زموږ د کلتور په ضد دي."

له اخونزاده چټان څخه مشال راډیو د دغه جرګې د شکایتونو او بیا د فیصلې په حواله پوښتنه وکړه نو هغه وويل: "څومره حق چې ايين او قانون ښځو ته ورکړی زه یې ترې نه شم اخېستلی. ممکنه ده چې سبا خلک راوځي چې ښځې دې سبق هم نه وایي نو ایا موږ به دوی له سبقه هم منع کوو؟"

په باجوړ کې تړل شوي څلور واړه راډيو چینلونه د دې ضلعې په مرکز، خار کې وو. د ضلعې مرستيال کمیشنر، فضل الرحیم مشال راډیو ته وويل چې که په باجوړ کې هر چېنل په غيرقانوني ډول خپرونې کوي، بندوي به یې.

XS
SM
MD
LG