د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر "پوځ د تنقید او مسخرو مخنيوي" لپاره منظور شوی بیل تر نيوکو لاندې دی


د پاکستان پوځي افسرانو غونډه (پخوانی تصویر)
د پاکستان پوځي افسرانو غونډه (پخوانی تصویر)

د اپرېل په اوومه د پاکستان د قامي اسمبلۍ د داخله چارو قايمه کمېټۍ د یو قانوني بيل منظوري ورکړې چې له مخې به يې هر هغه چاته دوه کال قېد او پينځه لکه روپۍ جرمانې سزا کېدلی شي چې پر پوځ نيوکې یا ټوکې وکړي.

دا بيل په قامي اسمبلۍ کې د دفاعي‌چارو د قايمه کمېټۍ مشر، امجد علي خان د داخله چارو کمېټې ته لېږلی وو. په دې کې راغلي چې: ((هر څوک چې د پاکستاني پوځ یا د پوځ پر کوم غړي مسخرې وکړي، د دوی عزت او وقار ته زیان ورسوي یا یې بدناموي نو دغه تن دې مجرم وګڼل شي. بيا دې یې دوه کاله قېد يا پينځه لکه روپۍ جرمانه او يا هم دواړه سزاوې وويني.))

دا بیل د خلکو د غږ خاموشه کولو کوښښ دی. موږ به یې پر ضد اواز پورته کوو او قانون کېدو ته به یې نه پريږدو
د پيپلز ګوند غړی اغا رفيع الله

لږ تر لږه د داخله چارو د کمېټۍ څلور غړي د دې بيل ملاتړي نه وو. په دوی کې د مسلم ليګ (ن) مريم اورنګزېب او د پيپلز پارټۍ اغارفيع الله ترڅنګ د اپوزیشن ګوندونو دوه نوز غړي‌ هم چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.

د پيپلز ګوند اغا رفیع الله د تحريک انصاف پر حکومت نيوکې وکړي چې بې ضرورت قوانين مخې ته راوړي.

نوموړي د اپرېل په اتمه مشال رېډيو ته وويل: ((دا حکومت یو سوچ جوړول غواړي چې ګوندې په پاکستان کې خلک د پوځ مخالف دي. د دا دوی غلط فکر دی. د دې بيل هیڅ ضرورت نشته. دا بیل د ايين د هغې مادې خلاف دی چې خلکو ته د اظهار ازادي ورکوي. ايين وایی مونږ ټول یو برابر یو. دلته څوک هم مقدس نشته.که جج دی، که سیاستوال او که بل هر څوک، تر احتساب لاندې به وي.))

اغا رفيع الله د ايين د ۱۹مې دفعې ذکر کوي چې پکې راغلي د پاکستان هر وګړی مذهب ته د درناوي او ملي امنيتي ګټو په پام کې نيولو سره د بیان ازادۍ حق لري. خو کمېټې ته د وړاندې شوې بيل سره ليکل شوي چې د دې مقصد د پوځ پر ضد د نفرت او ګستاخې رویې مخنیوی کول دي.

پر ټويټر ګڼو خلکو د دې بيل په مخالفت کې خبرې کړې دي. له وزیرستانه د پارليمان غړي، محسن داوړ ليکلي چې تر دې مخکې په رسنيوو کې پر پوځ تنقید کول بند وو او اوس چې کومه لږه ډېره ازادي وه، هغه هم بندول غواړي.

مشهور خبریال مرتضی سولنګي د دغه بل یوه مسوده پر خپل ټویټر پاڼه شریکه کړې چې په ځواب کې ورته د عباس محمد په نوم يو تن د نوموتي مزاحمتي شاعر، حبیب جالب يو شعر ليکلی. د دغه اردو شعر پښتو ژباړه داسې ده چې:

په ژبه مهر لګول خو څه خبره نه ده
که بدلولی شي، بدل زما فکرونه کړه ته!

مشال رېډيو د بيل منظورونکې کمېټه کې د تحريک انصاف حکومت ځينو غړو سره په دې اړه د خبرو کولو کوښښ ‌وکړ خو هيچا نظر ورکولو ته زړه ښه نه کړ. دا بیل به اوس د بحث لپاره قامي اسمبلۍ او که له هغه ځایه منظور شو نو د رايو لپاره به سينټ ته ځي. که سينټ یې هم ومني نو د قانون کېدو لپاره به د ولسمشر لاسليک ته ورځي.

اغا رفيع الله مشال رېډيو ته وويل ‌چې د هغه ګوند، پيپلز پارټي به د دې بيل په خلاف په پارليمان کې غږ اوچتوي او قانون کېدو ته به یې نه پريږدي. هغه زیاته کړه: ((دا خو د خلکو اواز بندول دي چې موږ یې هيڅکله نه منو. که په ځناورو ظلم وکړي، هغوی غږ نه شې کولی. موږ خو انسانان یو. موږ خو یې کولی شو.))

XS
SM
MD
LG