راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
په تړون کې لیکل شوي دي، هغه کسان چې د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر د لومړۍ او دويمې نیټې په پیښو کې وژل شوي دي، د هغوی کورنيو ته به د قانون پلې کوونکو ادارو له چارواکو سره مساوي مالي مرستې ورکول کېږي.
د مظاهرو او لاریونونو اعلان د جمو کشمیر ګډې ولسي عمل کمېټې (جمو کشمير جاينټ ايکشن کميټي) کړی وو. د یادې کميټې مشران وايي، حکومت د هغوی د غوښتنو په اړه کړې وعدې نه دي پوره کړې نو هغوی ځکه احتجاج کوي.
د کومل په نوم يوه پېغله په اسلام اباد کې د ښځينه سپرليو لپاره موتر سایکل چلوي. دا د وي سسټرز (موږ خویندې) په نوم له يوې کمپنۍ سره کار کوي چې په اسلام اباد کې يې د ښځو لپاره پر موټر سایکل د سپارلې کولو اسانتيا برابر کړې ده.
په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او په سېپټېمبر میاشت کې د پاکستان حکومت د کډوالو جبري ستنول پیل کړي، د اسلام اباد په یو پارک کې افغان کډوالو احتجاجي کیمپ لګولی دی.
رازق فهیم وايي یو لیکوال باید د تخلیق پر مهال معیار ته ډېره پاملرنه وکړي. نوموړی پخپله هم خپلې لیکنې د هنر او ځان سانسورۍ په زرکنډه د بار بار تللو نه وروسته ولس ته وړاندې کوي.
صاحب شاه صابر هم د پښتنو د اکثرو لیکوالانو په شان د شعر په زینه د نثر بام ته ختلی او نوم یې ځلولی دی.
د پروفیسر اسیر منګل د ادبي هلو ځلو او خدمتونو ستاینه په ولسي کچه هم شوې ده او د پاکستان حکومت هم هغه ته صدارتي ایوارډ ورکړ دی. د پښتو ادبي تنظیمونو هم د اسير منګل د خدمتونو په ویاړ وخت په
په اسلام اباد کې د کتابونو درې ورځنۍ نړيواله مېله د سېپټېمبر پر ۲۱مه پای ته ورسېده. انتظام کوونکي وايي چې په زرګونه کتابونه يې په کمه بیه خرڅ کړي دي.
ډاکټر حنیف خلیل خپل ټول عمر د پښتو نثر او نظم تحقیق او تخلیق ته وقف کړی دی. هغه په پښتو، اردو او انګرېزۍ ژبه لیکل کړي او تر ۷۰ زیات کتابونه یې چاپ دي.
ماښام خټک په کراچۍ کې د اوسېدونکو هغو د ګوتو په شمار ليکوالانو څخه یو دی چې ادبي سفر يې په يو پړاو هم نه دی ودرېدلی.
له بنو نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي نسیم علي شاه د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې بېړۍ د سېپټېمبر پر شپږمه ډوبه شوې او پکې سپاره نږدې ټول کسان د بنو د خوجړي
ادارې د ممکنه سیلابونو، ځمکې ښویېدو او کمزورو جوړښتونو ته د زیان رسولو خبرداری هم ورکړی دی.
د پښتو ژبې په څېړنکارانو کې دوست محمد خان کامل مومند ته په ډېرو حوالو اوليت ورکول کيږي. هغه د پښتو په کلاسيکو شاعرانو خوشحال خان خټک، رحمان بابا او سکندر خان خټک د څېړنې بنسټ اېښې دی.
کراچۍ کې مېلیونونه پښتانه ژوند کوي او د هغوی په مینځ کې ښايي یو څو کسان داسې وي چې د پښتو ادب د ودې لپاره یې زیات کار کړی دی.
د اسلام اباد د پولیسو ویاند سیف الله خان دا تایید کړه چې مړي د عیسوي مذهبو کسانو دي خو مشال راډیو ته یې د دغو کسانو نومونه ونه ښوول او نه یې هم نور جزیات ورکړل.
د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې دا تفاهم لیکونه د پاکستان او امریکا ترمینځ دوامداره دوه اړخیزې اړیکې لا نورې پیاوړې کوي.
د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام وفاقي ادارې له خوا د سېپټتمبر پر شپږمه ناوخته په یو خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه په هېواد کې ۹۰۷ کسان وژل شوي او لرترلږه ۱۰۴۴ نور ټپیان دي.
د افغانستان په معاصر ادب کې حفیظ همیم د یاد وړ شاعرانو څخه ګڼل کېږي. کره کتونکي وايي نوموړی غزل او نظم دواړه په متفاوت انداز کې لیکي او نوي خیالونه یې انځور کړي دي. د شعرونه ټولګه یې چاپ شوې ده چې «ماوی لرې رانه مه ځه» نومېږي. د هغه د ژوند او فن په اړه نور معلومات دلته اورېدلی شئ.
محب الله زغم که څه هم د طبابت په څانګه کې لوړې زده کړې کړې دي خو د پښتو داستاني ادب لپاره یې هم ډېر کار کړی دی
په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي.
نور وښیئ