نورالامين یوسفزي د افسانو خپل ټول کتابونه د کلیاتو په بڼه چاپ کړي
شاعر او ليکوال نورالامين يوسفزي د خپلو لنډو کيسو پينځه کتابونه چې پخوا چاپ شوي ول او په دې وروستیو کې یې د کيسو د شپږم کتاب ترڅنګ پخواني کتابونه هم د کليات په بڼه چاپ کړي دي۔ زمونږ همکار راشد خټک له نورالامين يوسفزي سره د هغه د کليات او په پښتو کې د لنډې کيسو د نورو اړخونو په اړه مرکه کړې ده ۔