راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
اسرار د طورو په ۱۹۳۹ز کال کې د سېپټمبر پر ۱۵ مه نيټه د مردان طورو کلي کې د مشهور ديني عالم او خدايي خدمتګار مولانا محمد عنايت الله کره زېږدلی و . هغه د مشهور شاعر او ليکوال م ر شفق مشر ورور وو.
د فېبرورۍ په ۱۴ مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په لګيدلي هړتالي کمېپ کې يو شمېر خبريالانو ګډون وکړ.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې (يو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت له هغې پرېکړې خبر دی چې له مخې یې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې افغانان نیول کېږي، د هېواد نورو برخو ته لېږدول کېږي او بیا به یې افغانستان ته ستنوي.
په اسلام اباد کې اوسېدونکو ځینو افغان کډوالو، چې بهر ته د تګ لپاره په پاکستان کې ایسار دي، د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل چې د پولیسو له خوا د ځورول کېدو تر څنګ د پاکستانيو ویزو په تمديدولو او بهر هېوادونو ته د تللو په پروسه کې ډېرې ستونزې لري.
په پاکستان کې د احتساب یو عدالت د تحریک انصاف بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته د القادر ټرسټ په نوم په یوه قضیه کې د درغلۍ په تور د ۱۴ او د هغه ښځې ته د اووه کلونو بند سزا اورولې ده. تفصیل په رپورټ کې.
د احتساب عدالت قاضي ناصر جاوېد رانا ویلي و چې پرېکړه به د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه اعلانوي، خو بیا یې وویل چې عمران خان او بشرا بي بي عدالت ته حاضر نه شول، ځکه یې د پرېکړې اعلانول وځنډول. هغه د پرېکړې د اعلانولو لپاره نوې نېټه د جنورۍ ۱۷مه وټاکله.
اسلام اباد کې د نجونو د تعليم په اړه نړيواله غونډه
د طالبانو سفارت زياته کړې ده چې په اسلام اباد کې د افغانانو د استوګنې لپاره د اجازتنامې د پروسې په اړه د وضاحت نشتوالی د "خپلسري توقیف او اخراج" د ستونزمنو پیښو لامل شوی دی.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له زيتون (ښوون) څخه د جوړو شويو خوراکي توکو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی چې زياتره توکي له خيبر پښتونخوا څخه ورته راوړل شوي ول.
په بیان کې راغلي دي چې د فيض حميد پرضد تورونو کې په سیاسي چارو کې لاسوهنه، د راز ساتلو له قوانینو په سرغړونې سره د ریاست خوندیتوب او ګټو ته زیان رسول، د واک او سرکاري وسایلو ناسمه کارونه او خلکو ته ناجایزه زیان رسول شامل دي.
په اسلاماباد کې د ډېرې مودې راهیسې پښتانه بېلا بېلې مزدورۍ کوي خو په وروستیو کې هلته کارکونکي خلک شکایت کوي چې پولیس یې ځوروي او ځینې زندانونو ته اچوي. د بشري حقونو فعاله او وکیله، ایمان مزاري، وایي چې دوی د ۳۰۰ کسانو د نیول کېدو معلومات لري.
مزارۍ کښلي چې هغه د خپل موکل د لیدو لپاره د مارګلې تاڼې ته ورغلله او تر غوښتنو وروسته چې پولیسو پرېښوده نو مطیع الله جان یې په حوالات کې و نه موند.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې افغانان د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته په هغه ښار کې د پاتې کېدو اجازه نه لري.
د پاکستان لویو سړکونو ادارې (نیشنل های وې اتارټي این ایچ اې) د نومبر پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي چې هم د تېرې شپې د اتو بجو څخه به د پېښور نه اسلام اباد موټروې په ګډون اسلام اباد ته تلونکي ټول سړکونه تر دویم اعلانه پورې بند وي.
بشرا بي بي له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې د توشه خانې په دویمه قضیه کې بندي وه. په هغه مقدمه کې پر نوموړې او مېړه یې تور دی چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې.
پرېکړه د نومبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د لوړپوړو ولسي او پوځي چارواکو په غونډه کې وشوه. په غونډه کې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر او د څلورو صوبو اعلا وزیرانو په شمول لوړپوړو حکومتي، پوځي او استخباراتي چارواکو ګډون وکړ.
په اسلام اباد کې د لوک ورثې په نوم ۱۰ ورځنۍ کلتوري مېله د نومبر تر ۱۷مې پورې دوام لري. په دې ميله کې د پاکستان د زياترو سيمو سيمو او کلتورونو استازيتوب شوی دی. په مېله کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان کلتوري او لاسي جوړ شيان هم د نندارې او پلور لپاره اېښوول شوي دي. ويډيو رپورټ.
نور وښیئ