د پاکستان تر واک لاندې د کشمير په سرښار مظفر اباد کې د قهرېدلو خلکو د پراخو لاريونونو پر مهال يو تن وژل شوی او تر ۱۲ زیات ژوبل شوي دي چې یو پکې د پولیسو چارواکی هم دی.
په مظفر اباد کې د کشميري خبریالانو د یوې ټولنې مشر زاهد عباسي مشال راډيو ته وويل چې د سېپټېمبر پر۲۹مه د خلکو احتجاج هغه وخت په تاوتريخوالي بدل شو چې ځينو سياسي ګوندونو د حکومت په حق کې لاريون وکړ. د نوموړي په وينا په زرګونو قهرېدلي خلک راوتلي دي او د پاکستان تر واک لاندې کشمير ته ورغلې لارې یې تړلې دي.
راپورونه وايي مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه چې د مسلم کانفرانس په نوم د یو ځايي تنظیم د مشر راجا ثاقب مجید په مشرۍ کې د سولې لاریون کوونکو د جاینټ ایکشن کمېټۍ له لاریون کوونکو سره چې وار له مخې هلته راټول شوي ول، نخښته وکړه. راپورونه وايي د نخښتې پر مهال ډزې هم شوې دي. د مسلم کانفرانس د لاریون ساتنه پولیسو او ملېشه ځواکونو کوله.
د مظاهرو او لاریونونو اعلان د جمو کشمیر ګډې ولسي عمل کمېټې (جمو کشمير جاينټ ايکشن کميټي) کړی وو. د یادې کميټې مشران وايي، حکومت د هغوی د غوښتنو په اړه کړې وعدې نه دي پوره کړې نو هغوی ځکه احتجاج کوي.
په مظفر اباد کې سیالې ډلې (حکومت پلوه او مخالفین) پر یو بل تورونه لګوي چې د سوله ییزو لاریونونو پر مهال یې تاوتریخوالي ته لمن وهلې ده.
د سیمې خبریالان وايي چې د مظاهرو له وجې لارې تړل شوې دي او مخابراتي اړیکې هم شکېدلې دي.
راپورونه وايي د سېپټېمبر له ۲۸مې نېټې راهیسې په کشمیر کې د موبایل او انټرنېټ خدمات بند دي او اټکل کېږي چې دغه بندیزونه ممکن د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.
د مظاهرو اعلان تېره اوونۍ له هغې وروسته وشو چې د جاينټ ايکشن کميټۍ او حکومت ترمينځ خبرې اترې د هند تر ولکې لاندې له کشمیر څخه د پاکستان میشتو کډوالو لپاره د ځانګړو امتیازاتو او په پارليمان کې د هغوی د پاره ځانګړو څوکیو د لغوه کولو په اړه له ځنډ سره مخ شوې.
جاينټ ايکشن کميټې غوښتنه کوي چې برېښنا، اوړه او نور توکي دې ارزانه کړل شي او په پاکستان کې د کشمير د پالېمان لپاره ځانګړې څوکۍ دې هم ختمې کړل شي.