راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق وروسته وویل چې د مسودې په حق کې ۲۲۵ او په مخالفت کې یې ۱۲ رایې کارول شوې دي. د تحریک انصاف او سني اتحاد شورا غړو د مسودې په مخالفت کې ووټ واچاوه.
په اسلام اباد کې د ای ټي اېم په نامه اداره بې وزله خلکو ته مفته او یا هم په ارزانه بیه خواړه ورکوي. د ادارې چارواکي وایي دوی د بې وزله خلکو لپاره دسترخوان هم لري خو وروسته ورته مالومه شوه چې ځینې خلکو ته مفته ډوډۍ خوړل ښه نه ښکاري
تر کنفرانس وروسته په خپره شوې اعلاميه کې په منځني ختيځ کې د سمدستي اوربند غوښتنې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) ته ويل شوي چې د فلسطين پر حالاتو دې د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وبلي.
د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته د هغه فرمان نقل استولی او کره والی یې تایید کړی دی.
په اسلاماباد کې یو پښتون خضر حیات په یوه سمڅه کې خرېړي کري او په زیاته اندازه یې تولیدوي. خریړی، چې په ځینو سیمو کې دوړنګ او پوڅی هم بلل کېږي، یو ډول خواړه دي چې په طبیعي توګه په ځنګلونو او سمڅو کې ښه وده کوي. ویډیويي رپورټ.
د سېپټېمبر پر ۱۳مه په اسلام اباد کې یوه ادبي دستوره وشوه چې د جنید شریف بنسټ لخوا پکې د پښتو شاعر رحمت شاه سايل ته د "ځلاند فرهنګي مشر" جایزه ورکړل شوه.
تحریک انصاف ګوند وایي، پولیسو د سېپټېمبر پر نهمه بیرسټر ګوهر او د ګوند نور مشران د پارلېمان ودانۍ سره نېږدې ونیول. ګوند پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د مشرانو نیول یې ناقانونه دي. دوی دا اقدام پر جمهوریت حمله بللې ده.
پر لارو تړلو سربېره د سېپټېمبر اتمې جلسې ته د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د پي ټي ای غړي او پلویان ورغلي دي چې ورته د ګوند یوشمېر مخکښو مشرانو ویناګانې وکړې.
جنرال شریف چودري وویل چې د پاکستان پوځ د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي. ده د چا نوم وانخیست خو و یې ویل چې بهرني عناصر وسلوال تمویولوي او په حملو کې لاس لري. په وروستیو کې وسلوالو د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې پراخې حملې وکړې.
سردار اختر مينګل د خپلې استغفا اعلان په پارلمان کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړ. ده وویل، "ما نن پرېکړه کړې وه چې په اسمبلۍ کې د بلوچستان پر ستونزو خبرې وکړم، خو د بلوچستان په مسايلو کې ( د چا) هيڅ دلچسپي نه شته"
د یوټیلیټي سټورز کارپوريشن کارکوونکو په اسلام آباد کې د هغې ادارې د ختمولو د فېصلې پر ضد احتجاج کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د یوټیلیټي سټورز د ختمولو پرېکړه بېرته واخلي، ځکه چې دا پرېکړه به د کم امدن خلکو ته زیان ورسوي او زرګونه کارکونکي به بې روزګاره کړي.
پاکستان یو له هغو هیوادونونو څخه ګڼل کېږي چې خلک پکې د چاپیریال ساتنې ته هغومره پاملرنه نه کوي څومره چې لازمه ده. له همدې وجه د هوا د چټلتیا او د اقلیمي بدلون مسلې هلته مخ په زیاتېدو دي.
د خيبر پښتونخوا د کورمۍ ځينو اوسېدونکو په خپله سيمه کې د امن لپاره په اسلام اباد کې خبري غونډه او احتجاجي مظاهره کړې ده. د اګست پر ۲۱مه د احتجاج ګډونوالو غوښتنه وکړه چې نور دې هلته د امنيت د ټينګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل شي.
جنرال سید عاصم منیر د اګست پر ۱۳مه د اېبټ اباد د کاکول په پوځي اکاډمۍ کې د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت پوځیانو ته په وینا کې د کومې ډلې یا هېواد نوم وانخیست خو و یې ویل چې "برېښنايي ترهګر" د ریاستي ادارو او ولس ترمینځ "درز" پیدا کول غواړي
په ویډیو کې علي وزیر، د اسلام اباد پولیسو سرتېري او د هغوی ګاډی ښکاري. نوموړی په ویډیو کې وايي چې تر ټرافیکي پېښې وروسته یې ژوبل کس روغتون ته ولېږداوه او له هغه ځایه روانېده خو پولیس ورغلل او "په زور" یې له ځان سره بیایي.
دا تر هغې وروسته ده چې علي وزیر د اګست پر دویمه د شپې مهال په اسلام اباد کې پولیسو ونیولو. د غورځنګ غړو مشال راډیو ته وویل چې په زیرو پواینټ سیمه کې یو موټر سایکل د علي وزیر له موټر سره ټکر شوی او علي وزیر هغه تن یاد روغتون ته وړی او چې له هغه ځایه پر تلو وو نو پولیسو ونیولو.
بجلۍ د زیات شوو بلونو، ګرانۍ، او نویو ټېکسونو پر ضد د اسلام اباد سره په پوله د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې د جماعت اسلامي احتجاجي ناسته د جولای له ۲۶مې راهیسې روانه ده. .
د اسلام اباد پوليسو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دې ويلي. تحریک انصاف پر خپله رسمي اېکس پاڼه د دواړو مشرانو د نيولو غندنه کړې ده.
محسن نقوی د جولای پر ۱۱مه نېټه په اسلام اباد کې د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ غونډې ته وويل چې عمليات لا نه دې پيل شوي.
نور وښیئ