چارواکي وايي د پنجاب په فیصل اباد کې په یوه کارخانه کې د ګازو د چاودنې له وجې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د فيصل اباد کمېشنر راجا جهانګير په یو بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د نومبر پر ۲۱مه سهار وختي په ملک پور سیمه کې د کیمیاوي موادو په یوه فابریکه کې د ګازو د چاودېدو له کبله مخې ته راغلې ده. هغه وايي د چاودنې له وجې لږ تر لږه ۱۵ کسان ژوبل شوي هم دي.
ځینې پاکستانۍ رسنۍ د وژلو شویو شمېر ۱۷ او د ژوبلو هغه ۲۰ ښيي. ډان ورځپاڼه لیکي چې په وژلو شویو او ژوبلو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د ژغورنې اداره رېسکیو ۱۱۲۲ وايي چاودنه زوروره وه او د کارخانې په ګاونډ کې نورو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی. یاده اداره او همدا رنګه د فيصل اباد کمېشنر راجا جهانګير دواړه مني چې چاودنه د ګازو د اخراج له وجې شوې ده. دوی وايي د چاودنې له وجې لږ تر لږه اوو کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.
د فیصل اباد پولیس وايي د کارخانې مشر ځان پټ کړی خو منیجر یې دوی نیولی دی.
د فيصل اباد کمېشنر راجا جهانګير وايي د پېښې پلټنې روانې دي او د څېړلو لپاره یې یوه پینځه کسیزه تحقیقاتي ډله هم جوړه کړې ده.
د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز په پېښه خپګان ښکاره کړی دی. نوموړې له اغېزمنو شویو کورنیو سره خواخوږي ښوولې او د فیصل اباد له کمېشنر نه یې د پېښې په اړه راپور غوښتی دی.
فیصل اباد د پنجاب ایالت یوه داسې سیمه ده چې پکې د جامو جوړولو، د لوبو د سامانونو او نورو توکیو ډېرې زیاتې کارخانې موجودې دي. دغلته تر دې وړاندې هم په فابریکو کې د چاودنو له کبله مزدورانو او شاوخوا خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.