احساس خټک وايي ټولنیز حالات د شاعر پر ژوند او فن اغېز پرېباسي
احساس خټک د شاعرۍ درې ټولګې چاپ کړې دي. نوموړی د نظم په فورم کې شاعري کوي. هغه وايي شاعر د ټولنې یو باخبره وګړی دی او ټولنیز حالات پرې ژور اغېز پرېباسي. د پښتو ادب پوهان په دې باور دي چې د احساس خټک په شاعرۍ کې مقصدیت غالب دی او تل یې هڅه کړېده چې داسې شعرونه ولیکي چې د فن د لوازماتو ترڅنګ پکې د ولس د اصلاح مواد هم موجود وي. احساس خټک د خیبر پښتونخوا د کرک د تخت نصرتي په میانکي کلي کې په ۱۹۶۸ز کال کې زوکړی او نن سبا په اسلام اباد کې مېشت دی.