ارشد اقبال پښېمان وايي ټولنيزو رسنیو پښتو ادب ته تاوان نه بلکې ګټه رسولې
ډاکټر ارشد اقبال پښېمان د خيبر پښتونخوا د کرک اوسېدونکی دی چې دا مهال د سعودي عرب په کنګ عبدالعزيز پوهنتون کې د انګليسي ژبي او ادبیاتو استاد دی. نوموړی په پښتو کې شاعري او ليکنې کوي چې د ړنګ عسکونو په نوم يې شعري ټولګه چاپ شوې ده. راشد خټک په ځانګړې مرکه کې له نوموړي سره د هغه د ژوند، شاعرۍ، په پښتو ادب کې د نوو رجحاناتو او د ټېکنالوژۍ د اغېز ترڅنګ پر نورو موضوعاتو ورسره خبرې کړې دي.