په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو دعوه کړې چې د هغه هېواد په سرښار اسلام اباد کې پولیسو د هغوی پر کيمپ چاپه وهلې او سلګونه افغانان يې نيولي دي.
هغو افغانانو، چې په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو پر کابل تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډه شوي ول، له تېرو څو مياشتو راهيسې د اسلام اباد په ارجنټينا پارک کې پرلت وهلی وو او هلته يې موقتي استوګنځای يا کيمپ جوړ کړی وو.
کډوالو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوله چې دوی دې په جبري توګه افغانستان ته نه ستنوي.
د احتجاج کوونکو کډوالو يوې مشرې حسېنه رافعي نن (د نومبر پر ۲۵مه) مشال راډيو ته په استولې ويډيو کې تور پورې کړی چې تېره شپه يې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي ضد ورځ لمانځله چې پوليسو "يرغل" ورباندې وکړ او هلته ناست ټول کسان يې ونیول.
په ويډيو کې يو لوی تالار ښکاري چې پکې ښځې او ماشومان راغونډ دي. هغې تور پورې کړ چې پولیسو ځینې ښځې په وهلو سره ژوبلې کړې هم دي.
په نيول شويو افغان کډوالو کې تر ۱۰۰ زياتې کورنۍ دي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.
د اسلام اباد پوليسو وياند تقي جواد اخونزاده د نومبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د نيول شویو کسانو کره شمېره نه ده ورته معلومه او نه هم د هغو په توقيف کې د ساتلو ځای معلوم دی.
خو ځېنو حکومتي سرچينو مشال راډيو ته ويلي دي چې نيول شوي کسان حاجي کيمپ ته انتقال شوي دي او له هغه ځايه به افغانستان ته واستول شي.
په نيول شویو کې ځينې خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د افغانستان د تېر جمهوري حکومت چارواکي شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو دوو ادارو په وروستیو کې وویل چې د پاکستان حکومت د نومبر په پیل کې د یوې اونۍ په موده کې تر ۱۳،۰۰۰ زیات افغانان نیولي او په حراستخانو کې يې ساتلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) د نومبر پر ۱۴مه په ګډ راپور کې وویل، د روانې میاشتې له دویمې څخه تر اتمې پورې په پاکستان کې ټول "۱۳،۳۸۰ افغانان ونیول" شول چې دا شمېر "تر دې د مخکینۍ اونۍ پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی" ښيي.
د ملګرو ملتونو هغه ادارې وايي، په نیولیو او بندي شویو کې یې "۷۶ سلنه افغان تابعیت کارډ لرونکي او بې اسناده" وګړي او پاتې یې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکي ول.
راپور وايي، له هغو کسانو څخه یې "۴۳ فیصده په پنجاب، ۴۱ سلنه په بلوچستان" او نور د پاکستان په مختلفو برخو کې نیول شوي او په حراست کې ساتل شوي دي.
په راپور کې راغلي روان کال له پیل راهیسې د نومبر تر اتمې پورې په پاکستان کې څه باندې ۱۰۰،۰۰۰ افغانان نیول شوي او په حراست کې ساتل شوي دي.
یو اېن اېچ سي ار او د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، زیاتره کسان په حراست کې تر ساتلو وروسته هېواد ته لېږدول کېږي.
داراز، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) د نومبر پر ۱۲مه په خپل رپورټ کې وویل، په ۲۰۲۵ز کال کې تر ۲.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
یو اېن ډي پي وايي، له ایران او افغانستانه اکثره ستانه شوي خلک پیسې، سرپناه، کار او اسناد نه لري.
تر یو اېن ډي پي څو ورځې مخکې یو اېن اېچ سي ار هم ویلي ول چې په زور هېواد ته په لېږدول شویو افغانانو کې یې زیاتره له مناسبې مرستې او سرپناه بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او مرستندویه چارو نړیوالو سازمانونو تر دې مخکې هم په بیا بیا پر پاکستان او ایران غږ کړی دی چې د افغانانو له جبري اخراجه دې ډډه وکړي.
داراز، د طالبانو حکومت هم له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې افغانان دې په تدریجي ډول خپل هېواد ته ولېږدوي.
تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.
پاکستان د سېپټېمبر له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د ستنولو بهیر ته دوام ورکړی دی.
یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.
داراز، له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو هم دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسانو د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.