ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
اڅکزي داراز له حکومته وغوښتل چې د تحریک انصاف بنسټګر او پخوانی وزیراعظم عمران خان دې له زندانه خوشې کړي.
د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه شوې جرګې خپل پرېکړه لیک خپور کړی دی چې پکې په کورمه کې د "فرقو په نوم" د وژنو "سخته غندنه" شوې او ویلي یې دي چې د هغه تاوتریخوالي لامل د ریاست ناسمې تګلارې دي چې باید ورڅخه لاس واخلي او د ولس له غوښتنو او ګټو سره سمې پالیسۍ جوړې کړي.
دا احتجاج تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې د کالج مشر د نومبر پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې په وروستیو کې د زده کوونکو د دوو ډلو ترمینځ د نښتو له وجې وضعیت ترینګلی دی نو ځکه د استادانو او زده کوونکو د خوندیتوب لپاره پوهنځی تړي.
د پاکستان د اورګاډو ادارې چارواکي وايي چې نن (د نومبر پر ۱۵مه) سهار له کوټې څخه جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډی د راولپېنډۍ له لارې د پېښور پر لور روان شو.
د نومبر پر ۱۴مه هم د بلوچستان د بار وړونکو لاریو د مالکانو اتحاديې په کلا سیف الله او بوري (لورالايي) کې له هغې صوبې څخه د پنجاب او خیبر پښتونخوا پر لوري تلونکي لويې لارې احتجاجاً تړلې دي.
د نومبر پر ۱۱مه د بولان میډیکل کالج د نارینه وو په هاسټل یا لیلیې کې د پښتنو او بلوڅو زده کوونکو د دوو سازمانونو ترمینځ نښته شوې وه. تر هغې وروسته پولیسو د ځینو زده کوونکو پرضد مقدمه دایره کړې وه.
د کویلې ټیکیداران وايي چې د حکومت له لوري د امنیت نشتوالي له امله دوی ته ډېر لوی زیان رسېدلی دی. د لاریو اتحادیې د مشرانو په وینا، دوی به د درېیو ورځو لپاره د هرنای شاهرګه، دکي او سماولنګ سیمو څخه کویله نه باروي.
د کوټې پوليسو مشر وايي، چاودنه په تمځای کې دننه وشوه چې هغه وخت شاوخوا ۱۰۰ کسان د پېښې په ځای کې موجود ول.
ماما عبدالقدير بلوڅ د دې پېښې په غندلو له حکومته وغوښتل چې تورن کسان دي د څارګرو کېمرو په مټ معلوم کړي او ګرفتار دي يې کړي.
محمد اشرف، چې د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې بوستان اوسېدونکی دی، په خپل لګښت یو کوچنی هوايي جهاز جوړ کړی دی. هغه د دې الوتکې لپاره هېڅ سامان له بهر هېواد نه دی راوړی او زیاتره پرزې یې د موټرو کارولې دي.
پولیس وايي چې چاودنه د نومبر لومړۍ نېټې پر سهار هغه مهال شوې چې د پولیسو ګاډی د ګوزڼ واکسیني کیمپېن د امنیت لپاره د سېول روغتون پر لوري روان وو.
د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې خبري غونډې ته په وینا کې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنۍ پر زیاتېدو خواشیني څرګنده کړه. هغه وویل چې په وروستیو کې د دوکۍ د سکرو ۲۰ کانکیندونکي په داسې حال کې ووژل شول چې پولیس د صوبې پر سړکونو دوامداره ګزمې کوي.
د کلا سیف الله د یوې تاڼې مشر شېر محمد ترین رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې چاودنه د اکتوبر پر ۲۴مه غرمه مهال د بازار په عمومي څلورلاره کې د یو ولسي مشر نواب محبوب دفتر ته نېږدې شوې ده.
د اکتوبر پر ۱۰مه شپې مهال وسلوالو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو پر کان کیندونکيو برید وکړ چې پکې ۲۰ مزدوران ووژل یوشمېر نور ژوبل شول. د حملې ذمه واري چا نه وه منلې. موږ له یو مزدور سره، چې د کندهار اوسېدونکی دی، ویډیويي مرکه کړې ده.
بل پلو په کوټه کې د سکرو د مزدورانو د اتحادیې جنرل سکرټر سلطان لالا مشال راډیو ته وویل، په بلوچستان کې د مزدورانو د خوندیتوب لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي.
د دوکۍ سیمې د پولیسو مشر همایون خان رسنیو ته ویلي چې په وژل شويو مزدورانو کې درې د افغانستان او نور د بلوچستان له ژوب، کلا سيف الله، پښين، هرنايي، موساخېل او کچلاغ (کچلاک) سره اړه لري.
امیر مقام دعوه وکړه چې په نورو هېوادونو کې مېشت یوشمېر افغانان د "پاکستان پرضد تبلیغات کوي" او هغوی ته په کار دي چې نه یوازې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته "ستونزې جوړې نه کړي" بلکې د دواړو هېوادونو ترمینځ د ښه ګاونډیتوب پر اساس اړیکو ته لاره هواره کړي.
نور وښیئ