ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې په ټول پاکستان کې د پولیو مخنیوي لپاره پینځه ورځنی کېمپین نن پیل شوی دی. وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر اتمه په اسلاماباد کې د دې کمپاین پرانسته وکړه او ویې ویل چې دا ځل په ۱۱۵ ضلعو کې له درې کروړه او ۳۰ لاکه څخه زیاتو ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
سیاسي ګوندونو او تجارتي اتحادیو د اګست پر ۳۰مه په چمن کې یو احتجاجي لاریون وکړ، چې له ټرنچ سړک څخه پیل او د ښار له بېلا بېلو برخو څخه تر تېرېدو وروسته په تاج چوک کې په لویه جلسه بدل شو.
په کوټه کې د بلوچستان د اعلا وزیر په ودانۍ کې یوې مهمې غونډې ته په وینا کې وزیراعظم وویل چې د بلوچستان امنیت خرابوونکیو خلاف به عملي او سخت ګامونه پورته کوي.
د پي ټې اېم د مرکزي کمېټې غړي اغا زبیر شاه د اګست پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د حکومت بندیز غیرقانوني او د بشري حقونو د فعالانو د امن د هڅو د مخنیوي کوښښ دی. د هغه په وينا کوښښ به کوي چې پر دې سربیره هم، منظور پشتين د اګست پر ۲۵مه خپل پلان کړی سفر وکړي.
د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ ویاند بیبر ګ بلوڅ د اګست پر نهمه په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د پرلت پرمهال نیول شوې ډیری کسانو د خوشي کیدو لړۍ پیل شوې ده.
نوموړې د اګست پر څلورمه په ګوادر کې د بلوڅانو د احتجاجي پرلت په ځای کې يوې خبري غونډې ته وويل، له حکومت سره روانې خبرې به هله نتيجه ورکوي چې دغه شرطونه یې ومنل شي.
د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر خان اپریدي مشال راډیو ته وویل، چې د جولای ۳۰مې په شپه، په لنډي کوتل کې د پولیسو په ګزمه په هغه برید کې یو پولیس افسر او یو عادي وګړی ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د کمېټۍ مشرې ډاکترې ماه رنګ بلوڅې د جولای پر ۲۷مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، په غږيز پيغام کې ويلي دي چې حکومت د ګوادر د غونډې د "ناکامولو هڅې" کوي او د دې لپاره یې هلته تلونکې لارې تړلې دي.
بلوڅ یکجهتي کمېټۍ دې جلسې ته د " بلوچ راجي مچي " نوم ورکړی دی په کوم کې چې به د دوی په وینا د ټولو بلوڅ قبیلو خلک ګډون کوي.
سیاسي مشرانو د جولای پر ۲۳مه په احتجاج کې حکومت ملامته کړ چې سيمې د خلکو، په تېره د سکرو د کاروباريانو او د هغوی د لاريو، په امنيت ساتنه کې پاتې راغلی دی.
محمود خان اڅکزي وویل "د هرې سیمې بچي بايد پر خپلو وسايلو اختيار ولري. که دا وشي، ټولې جګړې به ختمې شي.
د جولای پر ۱۴مه، ماهرنګ بلوڅ په کوټه کې احتجاج کونکو ته وویل چې له حکومتي چارواکو سره یې خبرې کړي او حکومت ورسره منلې ده چې د جولای پر ۱۱مه، نیول شوي مظاهره چیان چې ۲۱ یې لا هم د پولیسو په ولقه کې ول، له هغوی ۱۵ کسان خوشې شول او پاتې به د ګل (دوشنبې) پر ورځ خوشې کړي
سازمان د جولای پر ۱۲مه پر اېکس لیکلي دي چې د پولیسو غیرقانوني زور کارونې، اوښکو بهونکي ګیس او د ډنډو کارولو هغه اقدام غندي چې په کوټه کې په یوه سوله ییزه مظاهره کې کړی دی.
په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
هغه د جون پر ۲۴مه سېنېټ کې د خبرو په مهال وويل چې درې ورځې مخکې اعلان شوي، د عزم استحکام په نوم پوځي عمليات ځکه نه مني چې د ګټې پر ځای یې نقصان ډير دی
نور وښیئ