د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ټرانسپورټرانو د پولیس د مبینه ځورونو ضد احتجاج کړی دی


د فبرورۍ پر ۱۸مه د کاربندیز پر مهال مال وړونکي ګاډي په کوټه کې ولاړ دي.
د فبرورۍ پر ۱۸مه د کاربندیز پر مهال مال وړونکي ګاډي په کوټه کې ولاړ دي.

په بلوچستان کې د لاریو او ټرکانو مالکانو د فبرورۍ پر ۱۸مه د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره پراخ احتجاج پیل کړی، چې له امله یې د صوبې له نورو برخو سره د ټرانسپورټ نظام سخت اغېزمن شوی دی.

د احتجاج کوونکو په وینا، د سیند او پنجاب په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د موټروې پولیس پر دوی نه یوازې ناعادلانه جرمانې لګوي، بلکې ډرایوران ځوروي او له دوی څخه په زور ډیزل اخلي.

د بلوچستان د لاریو مالکانو اتحادیه تور پورې کړ چې د حکومت لخوا د ۱۹۶۵ز کال د بار وړونکو وسایطو قانون یوازې د دوی پر ضد تطبیق کېږي، خو د هېواد نورو برخو ته استثنا ورکړل شوې ده. د دوی په وینا، اوسني نوي ماډل لاریانې او ټرکونه خپله زیات وزن لري، خو پر هغوی د بار د کمولو غیرضروري شرطونه لګول کېږي.

د بلوچستان له کوټې نیولې تر سیند، پنجاب او خیبر پښتونخوا پورې د تلونکو لویو سړکونو بندیدو د سوداګرۍ پر فعالیتونو جدي اغېز کړی. سوداګریز مالونه، خوراکي توکي، او د صنعتي اړتیاوو سامانونه د ټاکلي وخت نه وروسته رسېږي.

د موټروې پولیسو چارواکي د لاریو مالکانو تورونه ردوي. د پنجاب د موټروې پولیسو ویاند، ثاقب وحید مشال راډیو ته وویل چې یوازې هغه وسایطو ته جرمانې لګول کېږي، چې د بار د انتقال اجازه شوې حد ته ژمن نه وي. د بلوچستان د موټروې پولیسو ویاند ولي خان وویل چې ۲۷ نیم ټنه نه زیات وزن لرونکې لاریانې د هېواد د سړکونو جوړښت ته جدي زیان رسوي، چې هر کال قامي خزانې ته په اربونو روپۍ زیان اړوي.

په بلوچستان کې د ټرانسپورټ د ستونزو د هواري لپاره د حکومت دریځ لاهم غیرروښانه دی. د بلوچستان د ټرانسپورټ سیکرتر حیات خان کاکړ، سره مو د اړیکې نیولو هڅه وکړه، خو هغه ځواب ور نه کړ.

د لاریو اتحادیې مشران وايي، که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني، دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

په بلوچستان کې د ټرانسپورټرانو تر دې وړاندې هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه او کاربندیزونه کړي دي.

په ۲۰۱۹ز کال کې، ټرانسپورټرانو د سړکونو خراب وضعیت، د امنیتي پوستو پر تعدد، او د پولیسو له خوا د مبینه زورونې پر ضد احتجاج وکړ. دوی غوښتنه کوله چې حکومت دې د سړکونو د بیارغونې او امنیتي پوستو د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

په ۲۰۲۱ زکال کې، د تېلو د بیو د زیاتوالي پر ضد ټرانسپورټرانو په ټول هېواد کې، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې، احتجاجونه وکړل. دوی ویل چې د تېلو د بیو لوړوالی د دوی د عایداتو کمېدو او د ټرانسپورټي لګښتونو زیاتېدو لامل ګرځي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG