په کوټه کي پولیسو د کوټي پر پریس کلب چهاپه وهلي او د هغه ځاي څخه یې په محکمه تعلیم کي د استادۍ لپاره احتجاج کونکي ۱۵ کسان نیولي دي.
دکوټي پولیسو دا کار د مارچ په لومړۍ نېټه هغه وخت پورته کړې دي کله چي سردار بهادرخان پوهنتون ترنظارت لاندي په ټیسټ او انټرویو کې بریالي شوو کسانو په کوټه پریس کلب کې خبري کانفرنس ته دویناکولو هڅه کوله.
د کوټي د پولیسو مشر محمد بلوڅ مشال راډیو ته په خبرو کې د هغو کسانو نیولو تصدیق کړې او ویلي دي چی یاد کسانو په کوټه د دفعه ۱۴۴ په ګام پورته کړې دي.
هغو کسانو تېره ورځ د بلوچستان اسمبلي مخي ته هم یوه احتجاجي مظاهره کړې وه اوغوښتنه یې کړې وه چي حکومت دې سم دلاسه د نهه زره څخه زیات کامیاب کاندیدان په محکمه تعلیم کې د استازانو په توګه په کار وګماري.
به دې ترڅ کی د بلوچستان حکومت ویلي دي چې د تعلیم په محکمه کې په کار د ګمارلو په خاطر کاغذی عملیات روان دي.
بل خوا دکوټي پریس کلب صدر عبدالخالق رند د نني پېښی غندنه کړې او ویلي دی چي د پولیسو دا ګام د ازاد صحافت په ضد اقدام دی.
په ۲۰۲۲ز کال کې د پخواني اعلی وزیر میر عبدالقدوس بزنجو په وخت کې د محکمه تعلیم لپاره د نهو زرو استادانو د خالي ځایونو د ډکولو لپاره ټیسټ او انټرویو ترسره شوې وه.
خو وروسته، ناکام کاندیدانو تور ولګاوه چې د ټیسټ پر مهال په لویه کچه درغلي شوې او د استادانو د چوکیو لپاره په لکونو روپۍ رشوت اخیستل شوی دی.
د همدې تورونو له امله دا قضیه تر های کورټ پورې ورسېده او وروسته عدالت د بلوچستان حکومت ته امر وکړ چې استادان د قابلیت پر اساس وګماري.
خو د احتجاج کوونکو په وینا، د عدالت پر امر هم تر اوسه عمل نه دی شوی.
بلخوا، د بلوچستان حکومت بیا بیا ویلي چې د تعلیم د محکمي لپاره د استازانو د ګمارنې پر مهال میرټ او قابلیت ته پاملرنه شوې ده.