اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
روانه اوونۍ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې په حملو او د عملیاتو پر مهال په نښتو کې یوشمېر سرتېري او مشکوک وسلوال ووژل شول.
په سیند کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) په کراچۍ ښار کې د ټي ټي پي د یو مهم قومندان د نیولو دعوه کړې ده. پوځ په پېښور کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړی دی.
په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د ټانک په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي او قبایلي ضلعو کې ناامني زیاته شوې ده. ټانک د ډېره اسماعیل خان ډېوېژن برخه ده. او له جنوبي وزیرستان، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان سره پولې لري.
د بر سهیلي وزیرستان شوال ضلعې اوسېدونکیو په خپله سیمه کې د انټرنېټ، تعلیم، صحت او نورو سهولتونو لپاره احتجاج او پرلت کړی دی. دوی وايي، په سیمه کې یې امنیت ښه دی خو سهولتونه نه لري.
د ټانک ضلعې په ټاوان هال کې د جون پر لسمه ترسره شوې دغه جرګه کې پرېکړه شوې چې پر حکومت به د امن بحالولو لپاره فشار زياتوي.
د بر جنوبي وزیرستان د بدر سيمې يو ولسي مشر ملک عصمت الله د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې هغه مهال یې کورونه ويجاړ شوي ول خو تر اوسه ورته حکومت تاوان نه دی ورکړی.
د شیراني قام ګڼ شمېر وګړيو د مې پر ۱۸مه په سيمه کې د امنیت د خرابېدو پرضد پرلت وهلی وو. د شیراني قام يو مشر محمد اسلام د مې پر ۱۸مه ماښام مشال راډیو ته وويل چې د ناامنۍ پرضد پرلت په مهال د درازندې بازار تړل شوی وو.
نظیر افغان مشال راډیو ته وویل، هلته وسلوال په ښکاره ګرځي خو امنیتي ادارې ورته څه نه وايي."زموږ د سیمې حالات ورځ تر بلې خطرناک شکل اخلي، دلته پوځ پروت دی او پولیس پراته دي خو هغوی تر اوسه په دې اړه هیڅ نه دي کړي."
په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.
د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې تښتول شوی قاضي تر خوشې کېدو وروسته خپل کور ته لېږدول شوی دی.
د ټانک د ضلعي پولیسو مشر عبدالسلام خالد تر پېښې لږ ساعت وروسته مشال راډیو ته وویل پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې قاضي شاکر الله خان مروت پیدا کړي.
د ژوبل شویو ماشومانو یو خپل صاحب نور مشال راډیو ته ویلي، دواړه ماشومان په خپلو کې سره وروڼه دي او ځمکلاندې بم سخت ژوبل کړي دي چې د یوه پکې پښه هم ډاکټرانو پرې کړې ده.
د ډيره اسماعيل خان پوليسو په بيان کې ويلي دي چې وسلوالو د اپرېل پر ۲۱مه په يارک سيمه کې د ګمرکي چارو کارکوونکو په ګاډي ډزې وکړي چې په نتيجه کې یې انسپکټر حسنين او دوه امنيتي سرتېري زياد خان او عامر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.
د ډېره اسماعیل خان پولیسو په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د اپرېل پر ۱۸مه مازیګر مهال په درابڼ کې د کسټمز ادارې پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې پینځه کارکوونکي ووژل شول.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو یو اسېسټنټ سب انسپکټر (اې اېس ای) او یو سرتېری د اپرېل پر شپږمه ماښام مهال د ماموندو په بر کلي کې پلي (پیاده) روان ول چې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شول.
نور وښیئ