د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې چاودنې د پوځ ۳ سرتېري وژلي دي


په ډېره اسماعیل خان کې پوځیان د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په ډېره اسماعیل خان کې پوځیان د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې په ماين چاودنه کې درې پوځيان وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

په ډېره اسماعيل خان کې د استخباراتي ادارې يو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې د ډېسېمبر پر ۱۷مه د درابڼ په زرکنۍ کې د پوليو د واکسيني ډلې د امنيت لپاره د ګومارل شويو پوځيانو ګاډی د سړک تر غاړې د ښخ بم ښکار شو.

چارواکي زیاته کړه چې په بمي برید کې وژل شوي او ژوبل سرتېري د ډېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي او امنیتي سرتېرو په زرکنۍ کې د لټون عمليات پيل کړي دي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۶مه د خيبر پښتونخوا په کرک او بنو کې د پوليو پر واکسيني ډلو په جلا جلا بريدونو کې يو پوليس ووژل شو او دوه واکسيناتوران ژوبل شول. پر هماغه ورځ په لکي مروتو کې هم د پوليسو د وياند شاهد خان په وینا، وسلوالو د پوليو واکسيني ډله یرغمل کړه خو وروسته یې خوشې کړه البته طبي سامان يې ورڅخه واخیست. د هغو پېښو مسووليت لا چا نه وو منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر له ۱۶مې راهیسې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د پولیو شپږ ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی.

البته په بلوچستان ایالت کې د روغتیا څانګې د کارکوونکو ټولنې د کاربندیز له وجې کیمپېن ځنډېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر تر ۱۸مې پورې په پاکستان کې د ګوزڼ ۶۳ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۲۶ ماشومان د بلوچستان اوسېدونکي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو د ختمولو پروګرام چارواکي او پوهان وايي چې په هغه صوبه کې لا هم داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکوي او همدا د ګوزڼ د وایرس نه ختمېدو یو لوی لامل دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG