اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.
د ټانک ضلعې په ټاوان هال کې د جون پر لسمه ترسره شوې دغه جرګه کې پرېکړه شوې چې پر حکومت به د امن بحالولو لپاره فشار زياتوي.
د بر جنوبي وزیرستان د بدر سيمې يو ولسي مشر ملک عصمت الله د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې هغه مهال یې کورونه ويجاړ شوي ول خو تر اوسه ورته حکومت تاوان نه دی ورکړی.
د شیراني قام ګڼ شمېر وګړيو د مې پر ۱۸مه په سيمه کې د امنیت د خرابېدو پرضد پرلت وهلی وو. د شیراني قام يو مشر محمد اسلام د مې پر ۱۸مه ماښام مشال راډیو ته وويل چې د ناامنۍ پرضد پرلت په مهال د درازندې بازار تړل شوی وو.
نظیر افغان مشال راډیو ته وویل، هلته وسلوال په ښکاره ګرځي خو امنیتي ادارې ورته څه نه وايي."زموږ د سیمې حالات ورځ تر بلې خطرناک شکل اخلي، دلته پوځ پروت دی او پولیس پراته دي خو هغوی تر اوسه په دې اړه هیڅ نه دي کړي."
په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.
د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار محمد علي سیف د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې تښتول شوی قاضي تر خوشې کېدو وروسته خپل کور ته لېږدول شوی دی.
د ټانک د ضلعي پولیسو مشر عبدالسلام خالد تر پېښې لږ ساعت وروسته مشال راډیو ته وویل پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې قاضي شاکر الله خان مروت پیدا کړي.
د ژوبل شویو ماشومانو یو خپل صاحب نور مشال راډیو ته ویلي، دواړه ماشومان په خپلو کې سره وروڼه دي او ځمکلاندې بم سخت ژوبل کړي دي چې د یوه پکې پښه هم ډاکټرانو پرې کړې ده.
د ډيره اسماعيل خان پوليسو په بيان کې ويلي دي چې وسلوالو د اپرېل پر ۲۱مه په يارک سيمه کې د ګمرکي چارو کارکوونکو په ګاډي ډزې وکړي چې په نتيجه کې یې انسپکټر حسنين او دوه امنيتي سرتېري زياد خان او عامر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.
د ډېره اسماعیل خان پولیسو په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د اپرېل پر ۱۸مه مازیګر مهال په درابڼ کې د کسټمز ادارې پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې پینځه کارکوونکي ووژل شول.
د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو یو اسېسټنټ سب انسپکټر (اې اېس ای) او یو سرتېری د اپرېل پر شپږمه ماښام مهال د ماموندو په بر کلي کې پلي (پیاده) روان ول چې د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شول.
د انګور اډې او پکتیکا ترمینځ لاره د مارچ پر ۱۸مه د افغانستان پر خوست او پکتیا د پاکستان تر بمبارۍ او د دې په غبرګون کې د طالبانو او د پاکستان د حکومتي سرتېرو ترمینځ د نښتو له وجې تړل شوې وه او خلکو ورباندې پلی یا پیاده تګ راتګ نه شو کولای.
د پاکستان پوځ او پر افغانستان واکمن طالبانو د تازه بريدونو په اړه لا څه نه دې ويلي البته د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ځينو مشرانو او عيني شاهدانو د بريدونو پخلی کړی دی.
د مارچ پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ضلعې ډپټي کمېشنر اشفاق خان وویل چې دا پریکړه یې د خلکو د اسانتیا لپاره کړې ده. هغه وویل چې دغلته به اسسټنټ کمېشنر او تحصیلدار د خلکو د ستونځوهوارۍ لپاره موجود وي.
د انګور اډې احتجاج کوونکي وايي د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې یې پرلت وهلی دی خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي.
نور وښیئ