د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوز جنوبي وزیرستان خلک له بدامنۍ سر ټکوي


د جنوبي وزیرستان خلکو وخت په وخت د بدامنۍ خلاف مظاهرې هم کړې دي: انځور له ارشیفه
د جنوبي وزیرستان خلکو وخت په وخت د بدامنۍ خلاف مظاهرې هم کړې دي: انځور له ارشیفه

د کوز جنوبي وزیرستان د برمل تحصیل خلک وايي، هلته زیاتې شوې ناامنۍ او له افغانستان سره د انګور اډې لارې تړل کېدو خلک پر کډو کولو مجبوره کړي دي.

د یادې سیمې یو قبایلي مشر امان الله وزیر د سېپټمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې هلته یو پلو هدفي بریدونه او چاودنې کېږي او بل پلو امنیتي ځواکونه له شپې مهال له خپلو امنیتي پوستو ډزې کوي. د ده په وینا، د دې له کبله د سیمې په ولس کې ډېره وېره خپره شوې ده. هغه وايي: "په برمل تحصیل کې ډېره بدامني ده، دلته د شپې ډزې کېږي، د هدفي وژنو او بمي چاودنو لړۍ هم روانه ده، د کومې له وجې چې په خلکو کې ډېره وېره خوره ده. د دې اغېز بیا په ټول جنوبي وزیرستان باندې پرېووځي. د بدامنۍ له وجې روزګارونه خراب شوي دي او خلک په وېره ترهه کې ژوند کوي."

نوموړي وړاندې وویل چې د حکومت له غاړې د ناامنۍ ختمولو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي او د هغه په وینا انتظامیه، پولیس او امنیتي ځواکونه د سیمې د امنیت د ښه کولو لپاره سنجیده ګامونه نه اخلي.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکي عزیز وزیر مشال راډیو ته وویل چې سهار له کوره ووځي نو بیا یې دا تمه نه وي چې ماښام به ژوندی راستون شي. نوموړي وویل: "دلته بې روزګاري ده، بدامني ده، پولیس کاروباري خلکو ته د امن په ورکولو کې مکمل ناکام دي."

عزیز وزیر همدا رنګه وویل چې د انګور اډې د لارې بندېدو له وجې خلکو ته لویه پرېشاني جوړه شوې ده.

یو ځايي خبریال حفیظ وزیر هم مشال راډیو ته وویل چې په کوز جنوبي وزیرستان کې امنیتي حالات ښه نه دي او حکومت له پکار دي چې غم یې وخوري. هغه وویل: "د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه، برمل او توی خوله کې د بدامنۍ لړۍ روانه ده. دلته هره ورځ د چاودنې او هدفي وژنو خبرونه مخې ته راځي او همدا رنګه د تاوان لپاره د خلکو د تښتولو پېښې هم ډېرې کېږي. موږ داسې نه ګڼو چې په نږدې وخت کې به دا کیسې ختمې شي ځکه چې حکومت له سره سنجیده نه معلومېږي."

دې مشرانو وویل چې د دوی په سیمه کې د امن پر ځای کول د پولیس او پوځ زمه واري ده او د دوی په وینا، هغوی د دې زمه وارۍ په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

خو د کوز جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر محمد ناصر خان له مشال راډیو سره په خبرو کې دا تور رد کړ او زیاته یې کړه چې پوځ او پولیسو په یاده سیمه کې د امن پر ځای ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي دي. نوموړی وايي: "بس موږ خو کوشش کوو چې د انګور اډې لاره خلاصه شي او دلته امنیت ټینګ شي. نو موږ غلي نه یو ناست او د ښو ورځو هیله به کوو او امید دی چې دا مسلې به هوارې شي."

بلخوا د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر وايي چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG