د بر جنوبي وزیرستان سوداګرو له حکومته غوښتنه کړې چې د شوال له لارې دې له افغانستان سره تجارتي لاره خلاصه کړي.
د مکین سيمې د سوداګرو اتحاديې مشر ریاض مسيد د نومبر پر ۱۷مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې سيمه يې له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې له ناامنیو سره مخامخ ده چې له کبله يې د خلکو اقتصادي او مالي حالت ضعیف شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې که حکومت د شوال له لارې له افغانستان سره تجارتي لاره خلاصه کړي نو له دې سره به ځايي خلکو ته اقتصادي ګټه ورسېږي.
"د مسیدو د سیمو ولس په حکومت غږ کوي چې له افغانستان سره پر پوله د شوال او مکين لارې دې د تجارت او ولسي تګ راتګ لپاره خلاصې کړي ، د لمن سیمې لاره ډېره لنډه ده نو موږ غوښتنه کوو چې دا دې خلاصه کړل شي."
حکومت د دې غوښتنې په اړه په سمدستي توګه څه نه دې ويلي، البته له دې سيمې څخه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي اصف خان د نومبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دا موضوع له وفاقي حکومت سره تړلې ده، خو دی به يې په اړه له صوبايي حکومت سره خبرې وکړي.
تر دې وړاندې د نومبر پر شپږمه هم د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي له افغانستانه سره د اوو لوېدیزو لارو د پرانیستلو پر ارزښت ټینګار کړی وو.
د پاکستان سرکاري خبري اژانس (اې پي پي) خبر ورکړی چې په پیښور کې د ملي دفاع پوهنتون له يوه پلاوې سره د لیدو پر مهال کونډي ويلي ول چې د لارو پرانيستل به د مينځنۍ اسیا د دهلېز له لارې سیمه ییز تجارت او اړیکو ته وده ورکړي.
پر ډېورنډ کرښه پرتې قبايلي سيمې له افغانستان سره ګڼې وړې او لويې لارې لري چې پکې زیاتره يې په دوديزو توګه دواړو غاړو ته مېشت ولسونو د تګ راتګ او غير رسمي تجارت لپاره استعمالولې، خو له کله چې د ترهګرۍ په نوم جګړه پر مهال د وسلوالو فعالیتونه او پرضد يې پوځي عملیات پیل شوي نو د تورخم او چمن د لارو پرته نورې زیاتره هغه تړل شوې دي.
د پاکستان حکومت پر کرښه اغزن تار هم غځولی دی چې د هغه هېواد په وینا، هدف يې د وسلوالو د تګ راتګ مخنيوی دی، خو ځايي خلک وايي چې د تار غځېدو برسېره هم د وسلوالو مخه نه ده نيول شوې، البته د ولسونو ترمینځ تګ راتګ او دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی دی.