د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ټانکه ډي ای خان ته د عدالتونو لېږدولو د جنوبي وزیرستان د وکیلانو اندېښنې پارولي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د جنوبي وزیرستان وکیلان او د ټانک اوسېدونکي وايي په سیمه کې د خرابو امنیتي حالاتو له کبله د عدالتونو منتقلېدو د هغوی ورځنۍ چارې اغیزمنې کړي دي.

په سویلي وزیرستان کې د بدامنۍ له وجې حکومت عدالتونه له ټانک نه ډېره اسماعیل خان ته لېږدولې دي.

د جنوبي وزیرستان د وکیلانو د اتحادیې مشر ایډوکېټ شیرپاو مسید د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل، د هغوی غوښتنه وه چې دا عدالتونه دې جنوبي وزیرستان ته ولېږدول شي خو حکومت دا عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته ولېږدول او له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې قاضیان په ډي ای خان کې ناست دي او د خلکو فیصلې اوروي.

نوموړي وړاندې وویل: "د عدالتونو د لېږدولو خلاف موږ احتجاج شروع کړو، عدالتونو ته مو کولپونه واچول، د ټولو عدالتونو ریکارډ مو ایسار کړو، موږ د دغو ریکارډونو ډېره اسماعیل خان ته لېږدولو مخه نیولې ده خو ججان هلته تللي او عارضي طور باندې یې هلته کار پیل کړی دی."

شېرپاو مسید وايي، حکومت که د بدامنۍ له وجې دا ګام اوچت کړی وي نو ښه به دا وي چې د امنیت د ټینګولو لپاره دې اقدامات وکړي، نه دا چې عدالتونه نورو سیمو ته لېږدوي.

د ټانک ضلعې د امن جرګې مشر مولانا نقیب بیټني بیا مشال راډیو ته وویل چې په ټانک کې د حکومت نور دفترونه شته نو بیا یوازې عدالتونه ولې ډېره اسماعیل خان ته لېږدول کېږي. "چې په ټانک کې ډي سي، سېکټر کمانډر، د بجلۍ اېکسن او اېس ډي او پاتې کېږي نو بیا عدالتونه دې ولې نه شي پاتې؟ دلته دومره بدامني خو هم نشته چې ګینې ججانو ته به تحفظ نه وي، که دغه تحفظ نه وي نو بیا خو دې نور چارواکي هم له دې ځایه منتقل کړل شي."

د سیمې وکیلان او اوسېدونکي وايي چې د سیمې د امنیت ذمه واري د صوبايي حکومت او د ریاست ده. هغوی دې خپل مسولیت پوره کړي. دوی دړکه وکړه چې که غوښتنه یې و منل شوه نو د اکتوبر په ۲۳مه به د ضلعې اوسېدونکي په احتجاج مجبور شي.

په ټانک کې یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې امنیتي ادارې او پولیس په سیمه کې د امنیت لپاره ګامونه پورته کوي.

د پېښور های کورټ د مشر قاضي په مشرۍ دوه کسیزه جرګګۍ د اکتوبر پر ۱۷مه د خیبر پښتونخوا له چارواکو څخه د امنیت د خرابې وضعې په اړه سپیناوی غوښتی وو.

هغې جرګګۍ د اکتوبر پر ۱۷مه په پېښور کې د صوبې د وکیلانو ټولنې پر غوښتنلیک اورېدنه وکړه.

د وکیلانو ټولنې مرستیال صادق علي مومند مشال راډیو ته وویل، د خیبر پښتونخوا په جنوبي برخو کې د امنیت وضع دومره خرابه شوې چې د ټانک او جنوبي وزیرستان عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې له تېرو دوو کلونو راهیسې ناامني خورا زیاته شوې ده. خو وفاقي او صوبايي حکومتونه او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG