د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په بنو او لکي مروتو کې پرلتونه ختم کړي، خو په باجوړ کې یې ناسته روانه ده


په بنو کې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۲مه پرلت پیل کړی وو.
په بنو کې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۲مه پرلت پیل کړی وو.

د خیبر پښتونخوا په بنو او لکي مروتو کې پولیسو خپلې احتجاجي ناستې له چارواکو او د قامي جرګي له مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته پای ته رسولې دي خو په باجوړ کې یې پرلت روان دی.

د بنو د پولیس لاینز او پوځي چاوڼۍ مخې ته ناستو پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۳مه وویل چې چارواکو یې غوښتنې منلې دي.

هغو سرتېرو د سېپټېمبر پر ۱۲مه شپې مهال حکومت ته د غوښتنو نوملړ وړاندې کړی وو او ورڅخه یې غوښتي ول په ډومېل کې دې د پولیس په وژنه کې ککړ کسان ونیسي، د پولیسو کنټرول خونو او تاڼو ته دې د پوځي او استخباراتي ادارو چارواکي نه ورځي او حکومت دې پولیسو ته له نیول شویو مشکوکو وسلوالو څخه د پلټنو اجازه ورکړي.

د بنو د پولیسو مشر ضیا الدین د سېپټېمبر پر ۱۳مه پرلت ته حاضر شو او ورته یې وویل چې حکومت یې ټولې غوښتنې منلې دي.

له دې سره هلته سرتېرو پرلت پای ته ورساوه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ساعته مخکې په لکي مروتو کې هم پولیسو خپله ناسته ختمه کړه.

د مروتو د قامي جرګې یو مشر هدایت الله مشال راډیو ته وویل چې خبرې د سېپټېمبر پر ۱۳مه د شپې تر شاوخوا دوه نیمو بجو روانې وې.

دی وايي، په مذاکراتو کې د سیمې انتظامي او د پولیسو لوړپوړي چارواکي شامل ول. "د دوی لویه غوښتنه له سیمې څخه د پوځ وتل دي، په دې اړه هم خبرې روانې دي، خو د دې یو خپل نظام دی او دا کار به وخت اخلي."

هدایت الله وویل چې د پولیسو بله غوښتنه د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د شهدا پیکېج په نوم د لوی تاوان ورکول او نور مراعات ورکول دي، چې دا "ورسره د پولیسو چارواکو ومنله."

د لکي مروتو پولیسو دا پرلت د سېپټېمبر پر نهمه تر هغې وروسته پیل کړ چې په تېرو ورځو کې په حملو کې یوشمېر سرتېري ووژل شول. د احتجاجي ناستې ګډونوالو کراچۍ ته تلونکې اباسین لویه لاره (انډس هایوې) هم تړلې وه چې له وجې یې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي بند پاتې ول.

د لکي مروت پولیس تور پورې کوي چې د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي یې په چارو کې مداخله کوي او د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي نو ځکه دې له سیمې وځي، چې پولیس خپله عامه نظم او امنیت وساتي.

پوځ او د استخباراتي ادارو چارواکو لا د بنو او لکي مروتو د پولیسو د تورونو او غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

د لکي مروتو پولیسو خپله ناسته پر داسې مهال پای ته رسولې چې وسلوالو د سېپټېمبر پر ۱۲مه شپې مهال د هغې ضلعې په سمندر تیترخېلو کې یو پولیس سرتېری وویشت.

د لکي مروتو د پولیسو ویاند شاهد حمید تر پېښې وروسته مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې سرتېری په یو دوکان کې ناست وو چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او و یې واژه.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

د باجوړ د پرلتوالو غوښتنې

په همدې حال کې په باجوړ په احتجاج ناستو پولیسو هم خپلې غوښتنې وړاندې کړې دي.

د باجوړ پولیسو له حکومته غوښتي دي چې د سېپټېمبر پر ۱۱مه په ملاسیدګي سیمه کې د ګوزڼ واکسیني ډلې د ساتونکي پولیس سرتېري په وژنه کې دې ککړ کسان ونیسي. په هغه پېښه کې یو روغتیايي کارکوونکی هم وژل شوی وو او د برید ذمه واري چا نه وه منلې.

دوی داراز غوښتنه کوي چې د پولیو روغتیايي کارکوونکو په ساتندویه ډلو کې دې د پوځ او اېف سي سرتېري هم شامل شي.

د باجوړ پرلتوالو حکومت ته پینځه ورځې وخت ورکړی او زیاتوي چې که په هغه موده کې یې غوښتنې و نه منل شوې نو د ګوزڼ واکسیني ډلو له ساتلو به پرېکون وکړي.

د باجوړ د پولیسو مشر وقاص رفیق رسنیو ته ویلي دي چې د پولیسو غوښتنې به پوره کوي.

پوځ د باجوړ، بنو او لکي مروتو د پولیسو د غوښتنو او څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیت ته ژمن دی او د وسلوالو خلاف یې په عملیاتو کې قربانۍ ورکړې دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG