د پاکستان حکومت د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د کډوالو د ۱۳ کيمپونه (پنډغالو) د ختمولو اعلان کړی دی.
د پاکستان تر واک لاندې کشمير، ګلګت بلتستان، او د ریاستونو او سرحدي سيمو وزارت د اکتوبر پر ۱۳مه په رسمي اعلاميه کې ويلي دي چې د ډېره اسماعيل ظفر اباد رته کلاچي، پاشاپل، ګورسل، زندۍ، د ټانک ډبره، د لکي مروت ګنډي خانخېل، د مانسهرې خاکي، اچریان، بریري، د چارسدې اتمانزۍ او مونډه او د ملاکنډ ځنګل پتايي افغان پنډغالي په سمدستي توګه ختموي.
اعلامیه زیاتوي چې د دې کيمپونو مځکې به د خيبر پښتونخوا حکومت ته سپارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روان (۲۰۲۵ز) کال د سېپټېمبر له پیله له هغه هېواده د هر ډول افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي دي.
حکومت تر دې وړاندې په اګست میاشت کې افغان کډوالو ته امر کړی وو چې د همهغې مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې دې په خپله خوښه خپل وطن ته ستانه شي، که نه نو په سېپټېمبر کې به یې په جبري ډول استوي.
د هغه مهلت تر ختمېدو وروسته د پاکستان له نېږدې ټولو صوبو څخه افغانستان ته د کډوالو کډې روانې دي.