د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (اې اېم اېس او) د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو پر وړاندې د فشارونو او ګواښونه د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندنه کړې او د نړیوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه یې کړې ده.
سازمان يو سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو شورا، او د بشري حقونو او رسنیو د حقونو د ملاتړ یو شمیر نورو بنسټونو ته دا اندېښنې او غوښتنې په یو سرخلاصې ليک کې لیکلې دي.
په لیک کې چې یوه نسخه د اکتوبر پر ۲۹مه خپره شوې، خبرداری ورکړل شوی چې لسګونه افغان خبریالان چې د طالبانو تر بیا واکمنۍ او د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته یې پاکستان ته پناه وړې ده، "اوس له خپلو کورنیو سره د نیول کېدو، شکنجې، باج اخیستنې او جبري ایستنې" له خطر سره مخ دي.
په لیک کې راغلي:"ډېری افغان خبریالان په پاکستان کې له قانوني اسنادو او هېڅ ډول امنیتي ضمانت پرته ژوند کوي، او د پاکستان حکومت د دوی د ویزو له غځولو ډډه کړې ده."
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د سازمان مرستیال بصیر احمد دانشیار د مشال رېډیو افغان څانګې ته وویل چې دا لیک به د لاسلیکولو له راټولولو وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي او نورو نړیوالو ادارو ته واستول شي.
هغه زیاته کړه: "موږ ګڼ راپورونه او روایتونه لرو چې له بده مرغه زموږ هم مسلکان په پاکستان کې له ډېرو سختو شرایطو سره مخ دي. موږ وغوښتل چې د هغوی غږ شو، او دا مهال مو د عدالت غوښتنې لیک چمتو کړی او ټولو خبریالانو او د خبریالانو ډلو ته مو استولی چې له پراخو لاسلیکونو ورسته به یې د ملګرو ملتونو سرمنشي او د خبریالانو ټولو ملاتړو بنسټونو ته واستوو، څو اوسنی وضعیت بدل شي."
دغه سازمان له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې ډول له ملګرو ملتونو غوښتي چې د پاکستان له حکومته وغواړي چې د افغان خبریالانو د ایستنې بهیر ژر ودروي او هغوی ته موقتي استوګنه او قانوني اسناد برابر کړي.
په لیک کې همدارنګه غوښتنه شوې چې د ویزو او بشردوستانه استوګنې بهیر چټک شي، هغو خبریالانو ته چې له ګواښ سره مخ دي لومړیتوب ورکړل شي، او د نړیوالو ادارو په همکارۍ عاجلې بشري او رواني مرستې ترسره شي.
په اسلاماباد کې مېشت یو افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:"په وروستیو میاشتو کې وروسته له دې چې د استوګنې ویزې ونه غځول شوې، او اوس د طالبانو او پاکستان ترمينځ د ترینګلتیا له امله، د افغانانو د نیولو بهیر په دې ښار کې زیات شوی دی. دا حالت د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د هغو خبریالانو لپاره ډېر ستونزمن دی چې له افغانستان څخه راغلي دي. له یوې خوا د پولیسو لهخوا د نیونې او ایستنې وېره، او له بلې خوا د کډوالۍ د کیسونو د پروسس ځنډ، دې ټولو خبریالانو لپاره جدي اندېښنې جوړې کړي دي."
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د سازمان په وینا، ډېری افغان خبریالان په پاکستان کې نورو هېوادونو ته خپل د پناه غوښتنې د کیسونو د ځواب په تمه دي، خو وايي د دوی اقتصادي او رواني حالت ډېر خراب شوی دی.
د پاکستان حکومت د سازمان د تازه اندېښنو او غوښتنو په اړه څه نه دې ويلي خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې افغان کډوال يې امنیت ته ستونزې جوړه شوي او هڅه کوي چې په زوره نه بلکې په باعزته توګه يې خپل هېواد ته ستانه کړي.
مخکې له دې هم یو شمیر نړیوالو ادارو، لکه د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ)، د پاکستان مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
د راپورونو له مخې، له هغه مهال راهیسې چې د پاکستان حکومت د افغانانو د استوګنې د ویزو د غځولو لړۍ درولې ده، د بې اسناده افغانانو د نیولو او افغانستان ته یې د ایستنې بهیر چټک شوی دی.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لکونه افغانان پاکستان ته کډه شوي دي چې پکې زیات شمېر پاکستان ته تللي ول. دوی په دې نظر دي چې د طالبانو د ګواښونو له امله بیرته خپل هېواد ته نه شي ستنیدلی. د دوی په ډله کې یو شمېر پخواني پوځيان، د نړیوالو نظامي بنسټونو همکاران، د بشري حقونو فعالان خبریالان او نور شامل دي.
په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي چې پکې دوی غوښتنه کوي چې نورو هیوادونو ته یې د ستنولو بهیر چټک شي او پاکستان کې دې دوی نه ځوروي.
په پاکستان کې لسګونه افغان خبریالان وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې بېلابېلې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ګالي او د نوې هوکړې عملي کېدو ته په تمه دي.
دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې له یو مېلیون نه زيات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست پر څلورمه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلې وو چې د اګست په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د ترسره شوې یوې غونډې پر مهال پرېکړه شوې ده چې پي او ار کارډ لرونکي افغانان به افغانستان ته لېږل کېږي. په خبرتیا کې راغلي وو، د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه د حکومت د هغې هڅې یوه برخه ده چې د پاکستان له خاورې غیرقانوني بهرنیان ویستل غواړي.
په خبرتیا کې دا هم ویل شوي وو چې د پرېکړې له مخې د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو پخپله خوښه د ستنېدو لړۍ به په اګست میاشت کې روانه وي خو د روان کال د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به په رسمي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.
د پاکستان لخوا په هغه هېواد کې مېشتو مهاجرت (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) کارډ لرونکو افغانانو ته د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته، د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.